Homeخبرونهافغان دفاعي ځواکونو د شنبې په ورځ د پاکستان لږ تر لږه...

افغان دفاعي ځواکونو د شنبې په ورځ د پاکستان لږ تر لږه ۳ پوستې نیولې

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲۳ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په دوام کې افغان دفاعي ځواکونو نن د پاکستان لږترلږه درې پوستې نیولي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په پوله کې نن شپه د پاکستان یوه پوسته نیولې ده.

دفاع وزارت وايي، د ردالظلم غچ اخیستونکو عملیاتو په دوام کې یې د ډنګرلګډ په نوم پوسته له پاکستاني پوځیانو نیولې او د دې پوستې د نیولو د عملیاتو په ترڅ کې یې یو پاکستانی ټانک ویجاړ کړی دی.

همداراز نن (شنبه) ماښام ځاځي میدان ولسوالۍ ته څېرمه د پاکستاني پوځ د (جنډوسر) پوسته هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلې ده.

د دواړو پوستو د نیولو په ترڅ کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو تر دې وړاندې نن سهار دفاع وزارت وویل چې کونړ او ننګرهار ته څېرمه د کرښې هغې غاړې ته یې د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته نیولې او ۱۴ پوځیان یې وژلي دي.

پاکستان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو پاکستان عموماً د خپلو پوستو د بایللو په اړه څه نه وايي او د افغان لوري ادعاوې بې له دې چې د کوم ځانګړي مورد یادونه وکړي، په مجموعي ډول ردوي.

1 COMMENT

  1. نیول شوې پوستې باید وساتل شي اوهلته خپل زړور جنګیالي ځای پرځای کړل شي . فتح شوي ځایونه د افغانستان مالکیت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...