Homeخبرونهد نوي تعلیمي کال په درشل کې له طالبانو د نجونو د...

د نوي تعلیمي کال په درشل کې له طالبانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وشوه

تاند (یکشنبه، د کبږ حوت ۲۴ مه) د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره ملي کمپاین د نوي تعلیمي کال په درشل کې له واکمن رژیم څخه وغوښتل چې د نجونو پرمخ ټول ښوونځي پرانیزي.

دې کمپاین، په یوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې استولې ویلي: « د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د پنځم تعلیمي کال په رارسېدو سره، زموږ د ټولنې پر ګډ وجدان یو زوړ او ژور ټپ بیا تازه کېږي؛ هغه ټپ چې نوم یې د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي دي. له بده مرغه په میلیونونو افغان نجونې لا هم له خپل مشروع، انساني او اسلامي حق څخه بې‌برخې دي. دا محرومیت نه یوازې د نجونو راتلونکی تیارو ته سپاري، بلکې د هېواد ملي ګټې، ټولنیز ثبات، نړیوال حیثیت او سیاسي راتلونکی له جدي خطر سره مخامخوي.»

په خبرپاڼه کې د نجونو د زده کړو د مخنیوي لپاره د طالبانو د حکومت پلمې رد شوي او راغلي چې دا پلمې نه منطقي دي او نه له دین، ټولنیزو واقعیتونو او هم د معاصر ژوند له اړتیاوو سره سمون لري.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي: « د نجونو پر تعلیم بندیز د بشري حقونو، ټولنیز عدالت او د اسلام د روښانه احکامو ښکاره سرغړونه ده. هیڅ دلیل نه شي کولای چې دا ظلم مشروع وښيي. د دې سیاست دوام به د ولس او د اوسني حاکمیت لپاره ډېر درانه سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او حتی امنیتي زیانونه ولري.»

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو په دې نوم منع کړې چې دا پرېکړه یې موقتي ده او تر بلې خبرتیا (اطلاع ثانوي) پورې دې نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

طالبانو همداراز  د ۲۰۲۲ میلادي کال په دسمبر میاشت کې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې تر بلې خبرتیا پوري له زده کړو څخه منع کړې چې پراخ غبرګونونه یې رامنځته کړي دي.

د ملګروملتو د یونسیف د تېر کال د راپور له مخې، طالبانو ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره نجونې له زده کړو محرومې کړي دي.

د نجونو او ښځو خلاف د طالبانو پالیسۍ سبب شوي چې د دوی حکومت په نړۍ کې منزوي شي او هیوادونه یې په رسمیت ونه پېژني.

له همدې کبله پاکستان په بې رحمانه ډول پر افغانستان بمبارۍ کوي او له هنده پرته یې هیڅ هیواد نه غندي.

اکثره هیوادونه فکر کوي چې پر افغانستان واکمن حکومت له ښځو سره زیاتی کوي ځکه پر افغانستان د بل هیواد زیاتی ورته بې اهمیته ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...