Homeخبرونهپاکستان په کندهار کې پر درو ځایونو بمباري کړې

پاکستان په کندهار کې پر درو ځایونو بمباري کړې

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۲۴ مه) پاکستان وایي چې د دې هېواد هوايي ځواکونو د شنبې په شپه (۲۳ حوت) د کندهار ښار درې سیمې بمباري کړې دي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې پاکستان د کندهار ښار په دیارلسمه ناحیه کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د ځانګړو ځواکونو پر مرکز بمباري کړې ده.

دا برید داسې مهال شوی چې افغان دفاعي ځواکونو د پاکستان د وړمې ورځې د بمباریو په غبرګون کې پرون (شنبې) د پاکستان لږ ترلږه درې پوستې ونیولې او یو شمېر پاکستاني پوځیان یې ووژل. همداراز د جمعې په ورځ یې اسلام اباد ته څېرمه د فبض اباد په سمیه کې د حمزه پر پوځي تاسیساتو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

 د طالبانو حکومت تراوسه پورې په کندهار کې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...