تاند (شنبه، کب/ حوت ۲۳ مه) د جرمني دي ویلت ورځپاڼې راپور ورکړی چې جرمني د اوسني ائتلافي حکومت له واک ته رسېدو راهیسې تر ۱۰۰ ډېر «مجرم» پناه غوښتونکي افغانستان ته اخراج کړي، او تمه کېږي چې دا لړۍ په راتلونکې کې نوره هم زیاته شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ټولټال ۱۰۵ پناه غوښتونکي چې په جرمونو محکوم شوي وو، له جرمني څخه افغانستان ته ایستل شوي دي. له دې ډلې ۲۲ تنه یوازې سږ کال (۲۰۲۶) ایستل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي چې د دې هېواد حکومت د اخراج بهیر پراخوي.
هغه زیاته کړه:
«موږ مجرمان او هغه کسان چې د عامه امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي، له خپلې خاورې باسو — په دې کې سوریان هم شامل دي.»
د هغه په وینا، جرمني لومړنی اروپایي هېواد و چې مجرمان یې د چارټر الوتنو له لارې په مستقیم ډول افغانستان ته واستول.
دوبرینت ټینګار کړی چې دا اقدام یو روښانه پیغام لري: «مجرمان په جرمني کې راتلونکی نه لري او باید خپل هېواد ته بېرته ستانه شي.»
د راپور له مخې، ډېری کسان د جنسي ځورونې او تېری، فزیکي زیان رسولو او د مخدره موادو په شان جرمونو په خاطر له جرمني څخه ایستل شوي دي.
پر دې سربېره، د یو شمېر کسانو لېږد د دوبلین تړون له مخې هم ترسره شوی دی. د دې قانون له مخې، د اروپایي اتحادیې هغه هېواد چې پناه غوښتونکي لومړی ورننوځي، د هغوی د پناه غوښتنې د دوسیې د څېړلو مسوولیت لري.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي چې د تېر کال له مې میاشتې راهیسې، د دې هېواد حکومت ۵۶۳ افغان اتباع او ۳۵۶ سوري اتباع هم د همدې تړون له مخې د اروپایي اتحادیې نورو غړو هېوادونو ته لېږدولي دي.
راپورونه ښيي چې په راتلونکې کې ښايي د مهاجرو د اخراج لپاره کابل او دمشق ته پلان شوې الوتنې لا زیاتې شي