تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲۳ مه) د اسراییل پولیس ویلي چې په ریشیون لېتسیون Rishon LeZion ښار کې د ایران د توغندو د لګېدو اووه ځایونه پېژندل شوي دي.
اسراییلي چارواکي وايي، ښايي دا د هغو توغندیو د ټوټو له امله زیانمن شوي وي چې د جمعې په ماښام توغول شوي وو.
اسراییل هم د پاکستان په شان نه غواړي په زغرده د خپل مقابل لوري پر بریدونو په زغرده اعتراف وکړي.
د اسراییلي پولیسو په وینا، په دغو سیمو کې څو موټرو اور اخیستی او د ژغورنې ډلې او د ملکي دفاع ټیمونه سیمې ته استول شوي دي. راپورونه ښيي چې په دې برید کې څوک ټپي شوي نه دي.
اسراییل عموماً د ګاونډي پاکستان په شان د خپلو مرګ ژوبلو حال نه وايي.
بل لور ته ایران د اسرائیل پر لور نور توغندي او بېپیلوټه الوتکې هم توغولي دي. همداراز داسې راپورونه خپاره شوي چې د ایران ځینې بېپیلوټه الوتکې د کویت، عراق، متحده عربي اماراتو، بحرین او عمان هوايي حریم ته داخل شوي دي.
په همدې حال کې د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې په تهران کې یې بریدونه کړي او یوازې د یوې ورځې په ترڅ کې یې د ایران په لوېدیځ او مرکزي سیمو کې تر ۲۰۰ څخه زیات هدفونه په نښه کړي دي، چې پکې د بالستیک توغندیو لانچرونه، د هوايي دفاع سیستمونه او د وسلو د تولید مرکزونه شامل دي.