Home+هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي | دودیال

هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي | دودیال

 (دیارلسمه برخه)

اقتصادی نظریات او ملی اړتیاوې

زموږ په ګران هېواد د انګلیس د ناولي مولود یرغل او دمنځني ختیځ آشوب دا ثابته کړه چې د خاورې او خلکو دفاع په پیاوړې اقتصادي زیربنا، پرمختللی تکنالوژي او پوهه (تعلیم) کیدای شي. اوس دا حقیقت ومنل شو چې د اسلام مبارک دین د عزت دین دی، نه د فقر اوذلت. الله پاک تر محتاج لاس څخه اوچت او پیاوړی لاس خوښوي. د علم حاصلول هم فرض دی او د معیشت لپاره اسباب مجهز کول اړتیا ده. باید عزت مووساتو، ولس مو هوسا کړو او د سرومال د دفاع لپاره وسایل جوړ او د خلکو پوهه او معنوی توانایی اوچته کړو. د همدې تېرې یوې میاشتې پېښو همدا خبره ثابته کړه. تعلیم بی ارزښته کول او هر مومن او مسلمان ته د علم له فرضیت د انکار پر ځای باید د واقعي اسلام عدالتمحوره، عرفاني، عقلاني او انساني قرائت ته ځیر شو. دا دیني حکم او د مسلمانانوارمان هغه وخت پوره کیږي چې علم زده کړو.

دا چې هېواد مو کافی اندازه اوبه(روان سیندونه)، کرنیزې زمکې، مناسب اقلیم، کافی اندازه د لمر وړانګې(په مناسبه زاویه اوکال کې تر ۲۹۰ورځوپورې!)، بادونه، له ډول ډول عناصروبډای کانونه، ځوانه بشری نیرو (وګړي و۴۰٪ شاوخوا ځوان نفوس دی) لري، خو بیاهم یو پرمختیایی هیوا دی، بېلابیلو عواملو یوبل سره لاس ورکړی او وضعیت یې بحرانی کړی دی. دا عوامل لکه:

  • د سواد او تعلیم دکچې ټیټوالی،
  • پرله پسې رادیکال سیاسی بدلونونه، چې هریو یې له بنیاده د خپل سلف نیم تمام پلانونه له منځه وړی او بیا له صفرشروع کوي،
  • دوامداره نیابتي جنګونه، د زیربنايي تاسیساتو عمدي تخریب اوبی ثباتی،
  • د اوهامو؛ په تیره د فتالیزم خپوروالی،
  • وچې پورې تړلتیا( landlocked)،
  • دبشری شاخصونو تر ټولو ټیټ برید،
  • دمهارتونو، نوښتیز فکر، حمایتي آدرسونو او د پرمختیا او ترقي د انګیزې نشتوالی،
  • د انګلیس د استعمار د د ورې بد میراث،
  • د چنګېز دټکې هغه لوی ټکان چې جبرانول یې لا اوس هم ستونزمن دي،
  • دمنطقوي قدرتونو سیالي او لاسوهنې،
  • د شاتګپالو تمرکز په کلیوالي تفکر او له تعلیم څخه پاتې وګړو باندې، چې دهیواد شاوخوا ۸۰٪ وګړي دي او څو نور عوامل.

اقتصادي نظریه په ډېر ښه ډول موږ ته د دنیا او آخرت د سرخرویي لاره راښيي (ښه ده ښه ده دا دنیا- چې توښه ده دعقبا). نظریه یا (Theory) د بشري پوهې او معلوماتو یوه مجموعه ده، چې په کره توګه ثابته شوي وي او دا راښیي چې په څه ډول سره د خپل فعالیت او د فعالیت شرایط تحلیل کړو. اقتصاد هم لکه د نورو علومو په شان په نظریاتو متکي دی.

د تاریخ په اوږدو کې نظریات او د پوهې پراختیا او ارتقا دنظریاتو او مستدلو ثابتو شویو څېړنو او د افکارو پوخوالي پورې تړلې ده. نامتو فیلسوف هېګل وايي:  دیوې پیچلې موضوع په اړه موږ د شواهدو او کتنو په پای کې حُکم کوو. دا حکم په یوه نظريه متکي وي چې د تيزس په توګه منل کیږي.

کېدای شي ډېرنظریات تحول وکړي، اصلاح شي، نوې څانګې ورڅخه جلا شي او هره یوه به تر يوه وخته زموږ غوښتنو ته ځواب وویلای شي. کیدای شي  يو وخت ځینو نظریاتو کې نيمګړتياوې رابرسېره شي او ځای يې بله نظريه ونيسي. دا نوې نظریه کیدای شي د هغې مخکنۍ برخلاف وي چې انتي تېزس یې بولو. ډېر ځله د دوو، دریو  نظريو له ګډون څخه سنتیز/سنتيزس رامنځته کیږي،  سنتیزس یو داسې حُکم دی چې د نورو مخکنیو له تکامل جوړ او دا سلسله دوام مومي.  دا فلسفي دیالکتیک ډېر پیچلی دی. دی ته د هیگل د ټوپ وهلو نظریه او ځینې ورته ګام پرګام ارتقا وايي.

 په دې توګه پوهه پرمخ ځي او ارتقا کوي او ورسره یوځای ټولنه پرمختګ کوي. د سنتز بڼه هغه وخت راڅرګندیږي او په مانا یې پوهیږو چې مخکنیو دوو متضادو نظریو یا افکارو د ځانګړې وجهې په وړاندې راښکاره او  یوه نوې نظریه یا نوی فکر جوړ شي، همدې ته (سنتز) ویل کیږي. پورتنی موډل نه یواځې فلسفه، بلکې نورو علومو کې هم کارېدای شي، په تېره بیا اقتصاد کې؛ چی یو ټولنیز علم دی.

اقتصادي نظریات چې د مادي نعماتو له تولید، عرضې، تبادلې او د بیو ټاکنو او په نهایت کې له ډېرو محدودو منابعو، ډېرو زیاتو اړتیاوو ته د ځواب ویلو په لټه کې دي، بدلیږي او تکامل کوي. په اقتصاد کې هم اړ یاستو چې:

۱. لکه د فزیکپوه، د بیولوژي د څېړونکي، ریاضیدان او فلاسفه ووپه شان د (مشاهده- نظریه) علمی روش څخه کار واخلو؛

۲.تېرو تجربو ته وګورو، منطقی استدلال وکاروو؛

۳. د معلوماتو(ارقامو/ data) د استقراء او استنباط قواعد رعایت کړو؛

۴. خپله فرضیه وړاندې کړو؛

۵. اقتصادي واقعیتونه تخمین، اټکل او دهغو بدلون او علتونو باندې پوه شو؛

۶. ثابته شوې بیلګې مخې ته کېږدو، لکه اینجنیر چې د ودانۍ له جوړولو مخکې د هغې یو ساده او کوچنی مکیت(الګو او موډل) جوړوي، په هغه فکر کوي او نورو ته یې هم د مشورې لپاره ورښيي. دې ته شبه سازي (simultaneity/تقارن) هم وایي.

د هرې سیمې منابع او ضرورتونه توپیر لري. ممکن یوه سیمه کې د تودوخې دزیاتوالي له امله یخچال او ایرکندیشن ته اړتیا وي، ممکن یو هیواد بیړیو ته اړتیا ولري، ممکن یو هیواد د مالداري منابع ولري او بل یو د معادنو له پلوه بډای وي…    په دې توګه هر هیواد د منابعو(سرچینو)او احتیاجاتو له مخې توپیر لري. موږ PESTEL سیاسی،اقتصادی، اجتماعي، تخنیکی، محیطي اوحقوقی) تحلیل ته هم مراجعه کوو. له همدې امله د هر هېواد اقتصاد پوه باید دخپلو شرایطو سره سم نظریات، تېس او انتی تېز وسنجوي. دا ځکه چې:

لومړی) مهم پارامترونه هرځای کې یوبل سره فرق کوي، ځینې وخت د سیاسي چارواکو توصیې هم موجودې وي، نو دغو ټولو ته باید په مهارت او لیاقت سره وفق ورکړو.

دو یم) علمی قضاوتونو کې اختلاف شته، خو په مشوره حل کیږي. یو شمېرارزشی عقاید او افکار توپیر سره لري.

د اقتصاد علم د وګړو د احتیاجاتوپوره کولو سره سروکار لري. باید د خلکو پر دسترخوان دخوړلو لپاره مکفی خوراک موجود، انساني کرامت محفوظ او غذایی مصئونیت ډادمن وي.

دغه علم د نظریاتو مجموعه ده.  نظریه مونږ ته د اقتصادي فعالیت وضیعت توضیح او تفسیر کوي. باید هیره نه کړو چې نظریې په مطلق ډول نه، بلکې د انعطاف لرونکی او دبدلون وړ دي. دا اټکل منطقي اړخ لري چې  ممکن یو وخت یو شمیر عوامل د اقتصاد پوهانو په واک کې نه وي، خو بل وخت به غوره عوامل د څیړونکو او پوهانو په واک او کنترول کې راشي.همدارنګه کیدای شي اقتصادي متحولین بدلون ومومي، مایحتاج، عرضه،  ارزښتونه، ‌ذوق او نور فکتورونه بدل شي، چې دې ټولو ته باید نظریات(تیوري) ځواب ووایي، یعنی اقتصادي نظریات ارائه کول د همدغو عواملوتابع دي. علمی نظریات دُګم اوځای پرځای نه دي.

موږ له اوږدو کلونو را دېخوا د اقتصاد پوهنځیو کې (داقتصادي نظریاتو تاریځ) لولو/تدریس کوو. فزیوکراتان، تجاریون(مرکانتلستان)،… چې دا ټول د کلاسیکانو ردیف کې راولو، ورپسې نیوکلاسیکان او مډرن نظریات. اما دا زیاتره د صنعتي پرمختللو ټولنو تجارب دي. دوی لا مخکې له کرنې څخه صنعت ته د ورتلو، سمندرونو او آن فضا کې د اقتصادي منابعو لټون، تجارت، مستعمره هیوادو څخه د خامو توکو او آن د کارځواک لیږدول  او ډېر نور تجارب تر لاسه کړل، خو موږ یو وچې پورې ایسار، د ځانګړو عنعناتو، ناپوهي او سنتی دودونو زنځیرونو کې تړلي، د پیاوړو زبرځواکونواغیز لاندې او د تکنالوژی محدودیت سره مخامخ خلک یاستو. زموږ د اقتصادي پوهې د ارتقا خنډونه هم د پام وړ دي. باید د خپلو ځانګړو شرایطو سره سم  څېړنې وکړو او د ټولنی د هوساینې لارې ومومو.

پرمختللی هېوادونه دخپلې ملی بودجې ترنیمایي او له هغې زیاته برخه علمی څیړنو ته تخصیص کوي او د متخصصو مسلکی پوهانو فکري کار(تحقیقي فعالیت) ته زمینه برابروي. دوی شرایط تحلیل او خپلو ملی شرایطو سره سم، د منلو او تطبیق وړ نظریات رامنځته کوي. پرمختللی هیوادونه د لابراتوار ترڅنګ؛ think tank (د فکراتاقونه/ د مشاورینو ډله) لري، نظریات او طرحې جوړوي. دا هغه څه دي چې موږ ورڅخه بې برخې یاستو. لا مو هم بودجه په هغو لګښتونو مصرفیږي، چې هیڅ درد مو نه دوا کوي.

د اقتصادي نظریاتو تاریخ زموږ د پوهې افق پراخوي، تجربې تر لاسه کوو، خو کافي نه دي. د ټولو نظریاتو او آفاقي معلوماتو په رڼا کې موږ ته هغه سنتیز په کار دی چې خپله مو موندلی وي، دا خبره پورتني شکل څخه ثابتیږي، خو چې فکر ورباندې وکړو او تخصص ته درناوی وکړو.

یادونه: ولې دا مقالې برخه برخه دي؟

لږ موده وړاندې یو ګټور کتاب په ۶۸۸مخونو کې وژباړل شو. دا کتاب د افغانستان په شان یو هېواد ته ډېر ګټور دی. تقریباً هر مخ ګرافونه، معادلې، شکلونه او پیچلي بحثونه لرل چې یواځې د اقتصاد ماهرین به یې تحلیل کړای شي، خو عمومو مطالعه کوونکو او د آفاقي معلوماتو مینه والوته ستومانه کوونکي دي، نو ځکه دغه مقالې په انتخابي توګه د دغه کتاب له ځینو برخو خُلاصه  اوساده شوې چې اقلاً د مطالعې مینه والو ته په زړه پورې شي، دوام لري. ټول کتاب به تر بشپړ ادیت وروسته ډېر ژر د افغانستان د اقتصاد د پوهنځیو واک کې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...