جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د البرت انشتاین د زوکړې ورځ

د البرت انشتاین د زوکړې ورځ

تاند- له نن څخه ۱۴۵ کاله پخوا د ۱۸۷۹ د مارچ په ۱۴ مه البرت انشتاین د جرمني په اولم کې وزېږېد.

انشټين په «اولم» کې وزېږېد، مګر مور او پلار يې له اولم څخه ميونيخ ته لاړل، نوموړي په رياضياتو کې فوق العاده استعداد درلود چې په ۱۹۰۰ زېږديز کال کې يې خپل تحصيلات د سويس په زوریخ پوهنتون کې سرته ورسول، دی د سويس د اختراع ګانو د ثبت په اداره کې د يوو ساده کارکوونکي په صفت وګمارل شو، نوموړي په يوه مقاله کې ثبوت کړه، چې د فلزاتو پر مخ لکه پوتاشيم، ټونګسټون او نور کله چې نور پر هغوی وځلېږي، نو له خپل ځانه الکترونونه خپروي او دې الکټرونونو ته يې فوتو الکترون وويل چې په همدې اساس يې په ۱۹۲۱ زېږديز کال د نوبل جایزه وګټله.

ويل کيږي ده یوه بله مقاله وليکله، چې د نسبت تيوري پورې مربوطه وه.

داسې هم ويل کيږي، چې په نوموړې مقاله پوهېدل دومره مشکل وو، چې ۱۲ کسانو کولی شول موضوع درک کړي.

همدارنګه د مادې او انرژۍ په باره کې يې يوه مقاله وليکله، چې که يوه توده ماده په انرژۍ تبديل شي، دومره انرژي به حاصل شي، چې د ۷ ميليون ټن ډينامنټ د انفجار په نتيجه کې د توليد شوې انرژي سره برابره وي، ددې نظريې نتیجه د اټوم بم وو، نوموړی په ۷۷ کلنۍ کې سخت ناروغ او د خوب په حالت کې مړ شو.

د البرت انشتاین اولادونه

Eduard (left) and Hans Albert Einstein as children

د عکس سرچینه، Getty Images د عکس تشریح، اېډوارډ چپ لور ته او هنس البرټ ماشومتوب کې.

د البرټ انشټاین لیکونه او اسناد د دغه وتلي نابغه له شخصي ژوند پرده پورته کوي او دا ښيي چې هغه له خپلو اولادونو سره څه ډول زړه بوږنونکې اړیکه درلوده.

د انشټاین د اسنادو د پروژې ایډیټر او مرستیال رییس زیوف روزنکرانز وايي: ” زه فکر کوم انشټاین یو سخت وخت درلود کله چې د هغه زوی رواني ناروغي درلوده. “

ایډوارډ چې بل نوم یې ” ټېټې” و ، د البرټ انشټاین تر ټولو کشر ماشوم و.

د یو کوچني ماشوم په توګه د هغه کورنۍ د نوموړي د جسمي روغتیا په اړه اندېښمنه وه. د هغه رواني روغتیا د هغه تر بلوغ پورې نه ښکارېده.

روزنکرانز بي بي سي ته وویل: ” هغه یو ډیر تراژيک ژوند درلود. “

البرټ انشټاین او د هغه لومړنۍ ښځې میلیوا ماریک چې فزیک پوهه وه، په ټول کې درې ماشومان درلودل: د هغوی د لور لیزرل-چې تر ټولو مشره وه- ژوند له رمز او راز ډک دی؛ او هانس البرټ-د هغوی منځوی اولاد او مشر زوی- په خپل وخت کې وتلی عالم شو، که څه هم هیڅکله د خپل پلار شهرت ته و نه رسېد.

هانس البرټ وايي: ” هغه څه چې زما له پلار یې فوق العاده انسان جوړ کړ، زه فکر کوم هغه مقاومت و چې ځان یې ځینو ستونزو ته چمتو کړ، ان تر دې چې له یوې ناسمې حل لارې سره به مخ شو. هغه تل هڅه کوله او بار بار به یې بیا هڅه کوله. “

هغه زیاتوي چې ” ښايي یواځنۍ ستونزه چې هغه ترې لاس اخیستی وي، زه یم. هغه هڅه وکړه چې ماته نصیحت وکړي، خو ژر پوه شو چې زه ډیر بې پروا یم او په دې سره یواځې د هغه وخت ضایع کیږي. “

د میلیوا ماریک او البرټ انشټاین لومړنی ماشوم، په ۱۹۰۲ کال کې هغه مهال وزیږد چې دوی واده نه و کړی، هغه ماشوم یوه نجلۍ وه چې د لیزرل نوم یې پرې کېښود.

روزنکرانز وايي ” موږ نه پوهېدو چې هغې ته له ۲ کلنۍ وروسته څه پېښ شول” نوموړی زیاتوي: ” هغه په تاریخ کې ورکه شوې ده. “

روزنکرانز د انشټاین د اسنادو پروژې په پراختیا کې ډير مهم رول لري، چې د نوبل جایزې د دغه ګټونکي په زرګونو مقالې او اسناد یې راټول کړي، ترجمه کړي او خپاره کړي دي.

دغه نوښت د کلیفورنیا ټکنالوژۍ د انستیتوت دی، چې په امریکا کې د پرینسټن پوهنتون او بیت المقدس عبري پوهنتون یې مالي ملاتړ کوي.

Black and white picture of Mileva Maric and Albert Einstein, 1905.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملیوا او مېړه یې البرت پر ۱۹۰۵ کال

د دغه فزیکپوه لیکونه او اسناد په یوه ارزښتناکه سرچینه بدل شوي چې هغه ترې د یو بېل، ډير انساني او روښانه شخص په توګه لیدل کېږي.

له دغو لیکونو موږ ته ښکاري چې لیزرل شته.

” ایا هغه روغه ده؟ او ایا هغه په سمه توګه ژړا کوي؟ د هغې سترګې څرنګه دي؟ په موږ کې هغه چاته ډيره ورته ده؟ هغې ته څوک شیدې ورکوي؟ ایا هغه وږې ده؟ د هغې پر سر باید یو وېښته هم نه وي پاتې. زه تر اوسه هغه نه پیژنم او زه مخکې له مخکې له هغې سره ډيره مینه لرم. “

دا د هغه لیک برخه ده چې انشټاین له سویزرلنډ چې هغوی دواړو ژوند کاوه- میلیوا ته لیکلی، چې د زیږون لپاره خپل ټاټوبي سربیا ته تللې وه.

خو ولې هغه د خپل ماشوم د زیږون لپاره له سویزرلنډ تللې وه؟

په دې اړه د وورستي چاپ شوي اثر چې له انشټاین څخه انشټاین ته نومیږي او پکې بیوګرافي او عملي غبرګونونه ذکر شوي، همکار لیکونکي هانوک ګتفروند بي بي سي ته وویل: “د هغه مور له میلیوا سره د نوموړي د یوځای کېدو سخته مخالفه وه. “

ګتفروند وايي د انشټاین مور داسې احساس کاوه چې زوی به یې خپل راتلونکی خراب کړي: ” هغه ان خپل زوی انشټاین ته خبرداری ورکړ چې که میلیوا ترې میندواره شوه، دا به یو ناورین وي. په هغه وخت کې له واده وړاندې میندواري یوه ستره رسوايي وه. “

“تاته زما سرښندنه”

Black and white picture of Albert Einstein, his son Hans Albert, and his grandson Bernhard (1936).

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، البرټ انشټاین له زوی هنس البرټ او لمسي برنهارډ سره پر ۱۹۳۶ کال.

ګتفروند وايي حقیقت دا و چې دوی دواړو له یو بل سره ډیره مینه درلوده. داسې باور کیږي چې د دوی اړیکه هغه مهال پیل شوه چې انشټاین ۱۹ کلن و او میلیوا ۲۳ کلنه.

دغه دواړه فزیکپوهان د زوریخ په پولتخنیک انستیتوت کې ټولګیوال وو، چې هغه مهال میلیوا یواځنۍ ښځینه زدکړیاله وه او همداراز یواځنۍ زدکړیاله وه چې د ریاضي او فزیک په څانګه کې یې یو بشپړ پروګرام پای ته ورساوه.

د انشټاین: د هغه ژوند او نړۍ په نوم د کتاب لیکونکی والټر ایساکسون وايي د انشټاین له لیکونو موږ د میلیوا پر وړاندې د هغه د احساساتو په اړه ډیر څه زده کوو او دا چې څومره د هغه مور د نوموړي د ناوې په توګه له میلیوا سره مخالف ښوده.

په یو له دغو لیکونو کې راغلي چې: “زما مور او پلار زما لپاره داسې ژاړي لکه زه چې مړ شوی وم. هغوی بار بار شکایت کوي چې ستا لپاره زما سرښندنه داسې ده لکه ما چې په خپله رسوايي جوړه کړې وي. دوی فکر کوي چې ته روغه نه يې. “

خو انشټاین د خپل زړه خبره و منله. د میندوارۍ په مهال، هغه میلیوا ته لیک واستاوه او پکې ژمنه یې وکړه چې هغه به یو ښه مېړه وي: ” یواځنۍ ستونزه چې موږ ته به د حل کېدو لپاره پاتې وي، هغه به دا وي چې څرنګه لیزرل له خپل ځان سره ولرو. زه نه غواړم چې هغه پریږدم.”

انشټاین په دې پوهېده چې د دوی په ټولنه کې د یو ناروا یا نامشروع ماشوم درلودل څومره ستونزمنه خبره ده، په ځانګړي ډول د یو داسې چا لپاره چې هغه ته د یو باعزته ولسي کس په سترګه کتل کیږي.

اوږدمهاله چوپتیا

Black and white photo of Albert Einstein reading a book. He is believed to be 26 years old in this picture.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، البرټا او ملیوا د پوهنتون پر مهال یو بل سره مین شول.

داسې ښکاري چې دغه فزیکپوه هیڅکله له لیزرل سره و نه لیدل – کله چې میلیوا بېرته سویزرلنډ ته را وګرځېده، هغې خپله لور په سربیا کې له خپلوانو سره پرېښودله.

اساکسون یو احتمال ته اشاره کوي، هغه دا چې د میلیوا نږدې ملګري ښايي د لیزرل پالنه کوله، خو په دې اړه پوره یقین نشته.

ګتفروند وايي: ” د هغه د لور په اړه په ټول هغه څه چې موږ پوهیږو دا دي چې هغه د خپلې مینې په اړه په لیکونو کې لیکلي دي. خو په یقیني ډول، هغه نوره نه ده یاده شوې. “

روزنکرانز زیاتوي چې ” تاریخپوهان او ژورنالیستان چې سربیا ته تللي وو او غوښتل یې چې د هغې په اړه مالومات ومومي، دوی په ارشیفونو او ذخیرو کې اسناد او نور ثبت شوي توکي ولټول خو بریالي نه شول. “

نوموړی وايي ” د هغې په اړه وروستۍ یادونه هغه مهال شوې چې نوموړې ۲ کلنه وه، هغه په سرخکانو/شري ناروغۍ اخته شوې وه. موږ نه پوهیږو چې له هغه به ژوندۍ وتلې وي او که نه. “

روزنکرانز زیاتوي چې په دې اړه ډير شکونه راپورته شول: ” ښايي هغه د دې لپاره پرېښودل شوې وي چې نور څوک یې د اولاد په توګه واخلي، یا ښايي هغه مړه شوې وي. موږ هیڅ نه پوهیږو. “

باور دا دی انشټاین چې په ۱۹۵۵ کال کې مړ شو، هیچا ته یې د خپلې لور په اړه څه نه و ویلي.

په حقیقت کې د انشټاین د اسنادو پروژې ډله په دې پوهیږي چې دغه ماشومه په ۱۹۸۶ کال کې موجود وه، هغه مهال چې دوی میلیوا ته د هغه د لیکونو یوه برخه وموندله.

د هغوی خپل کور

Einstein, walking on a garden.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انشټاین باغ کې روان دی.

په ۱۹۰۳ کال کې انشټاین په بېرن کې یوه ښه دنده تر لاسه کړه، میلیوا له سربیا را وګرځېده او دوی سره واده وکړ.

یو کال وروسته د هغوی دوهم ماشوم وزیږېد، هغه هلک و چې نوم یې هانس البرټ پرې کېښود. د دوی دریم او وروستی ماشوم چې ایډوارډ نومېده په ۱۹۱۰ کال کې وزیږېد، وروسته دغه کورنۍ یو ځل بیا زوریخ ته ولاړه.

د اساکسون له نظره، د هانس البرټ په یاد دي چې ” کله به زما مور په کور کې بوخته وه، زما پلار به خپل کارونه پرېښودل او په ساعتونو به یې زموږ پالنه کوله، په داسې حال کې چې موږ به د هغه پر ګونډو ناست وو. زما په یاد دي چې هغه به موږ ته کیسې ویلې او د دې لپاره چې موږ غلي و اوسو، ویلون به یې راته غږاوه. “

ایډوارډ: جسمي او رواني روغتیا

The Bern home of Albert Einstein and Mileva

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، برلین کې د البرټ انشټاین او ملیوا کور.

د ایډوارډ ماشومتوب ډير سخت و: هغه ناروغ و، هغه به کله کله ډير سخت ناروغ شو، او د څو اونیو لپاره به بستر و.

یو ځل په ۱۹۱۷ کال کې، چې د هغه په سږو کې پړسوب یا التهاب پیدا شو، انشټاین خپل یو ملګري ته ولیکل، ” د کوچني زوی وضعیت مې ډير سخت خپه کوي. “

د ایډوارډ ماشومتوب ډير سخت و: هغه ناروغ و، هغه به کله کله ډير سخت ناروغ شو، او د څو اونیو لپاره به بستر و.

یو ځل په ۱۹۱۷ کال کې، چې د هغه په سږو کې پړسوب یا التهاب پیدا شو، انشټاین خپل یو ملګري ته ولیکل، ” د کوچني زوی وضعیت مې ډير سخت خپه کوي. “

د انشټاین د دایرت المعارف کتاب (کالاپریس ، کنفیک و شولمان) له نظره، له دې سره سره ” هغه یو ډير غوره زدکوونکی شو او د هنر په برخه کې یې ډیره لیوالتیا ومونده، شعرونه به یې کمپوزول او پیانو به یې غږوله”

په حقیقت کې ایډوارډ له خپل پلار سره د موسیقۍ او فلسفې په اړه ژور بحثونه کول او انشټاین ويل، “زوی یې په ژوند کې د مهمو څیزونو په اړه د هغه مغز په کار اچاوه. “

د مینې پای

Albert Einstein and his second wife Elsa.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، البرټ انشټاین له الیزا سره.

څرنګه چې دغه فزیکپوه په خپلو علمي کارونو کې ډوب شو، له میلیوا سره یې اړیکه سخته خرابه شوه. څرنګه چې وضعیت خراب شو، هغه د خپل کاکا له لور ایلسا سره مینه پیل کړه.

په ۱۹۱۴ کال کې، دغې کورنۍ په برلین کې ژوند کاوه، په اړیکه کې ترینګلتیا تر ډېره له دې امله وه چې انشټاین له میلیوا سره له سپکاوي ډک چلند درلود، چې په دې سره هغه له خپلو ماشومانو سره بېرته سویزرلنډ ته وګرځېده.

ګتفروند وايي ، دوی په ۱۹۱۹ کال کې سره جلا شول، خو له ماشومانو لرې کېدل د انشټاین لپاره سخت وو، له همدې امله هغه ډيره هڅه وکړه چې له خپلو دواړو ماشومانو سره نږدې اړیکه وساتي.

روزنکرانز وايي، ” هغه ډير مینه ناک پلار و”

” کله چې نړیواله جګړه وه هغه مهال دغه فزیکپوه له خپلو ماشومانو سره ولیدل؛ هغوی یې په چکر و ایستل او کله چې هغوی لوی شول، نوموړي به هغوی برلین ته ور بلل او هلته به یې یوځای وخت تیراوه. “

” هغه به له دواړو سره په لیکلي بڼه اړیکه درلوده، په ځانګړي ډول له خپل کشر زوی سره چې هغه مهال نوی ځوان و”

Portrait of Einstein, wearing a leather jacket and with his characteristic messy hair.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د انشټاین لیکونه ښيي چې نوموړي له خپلو بچیانو سره څنګه اړیکي درلودل.

نوموړی زیاتوي چې ” له ایډوارډ سره د لیکونو تبادله دایمي وه او په لوړه کچه دوه اړخیزه وه او ان کله کله به یې یو بل د هغه څه په اړه ملامتول چې له یو بل سره به یې نه وو شریک کړي. “

“انشټاین به له هغه څه چې نوموړي ته به یې استول، ډير خوند اخیست، نه یواځې یو تکړه لیکوال و بلکې ډير ژور فکرونه یې هم درلودل. “

په ۱۹۳۰ کال کې، انشټاین هغه ته ولیکل: ” ژوند داسې دی لکه پر بایسکل سپرېدل. که دې توازن وساته، نو حرکت به دې دوام کوي. “

Albert Einstein as an old man

د عکس سرچینه، Getty Images د عکس تشریح، البرټ انشټاین په زړبوډن کې.

روزنکرانز وايي له خپل مشر زوی هانس البرټ سره د انشټاین اړیکه ډیره ټینګه نه وه. د هغه شخصیت تر ډېره واقع بین و.

” هغه عملي مسیر ته، د اختراعاتو خوا ته او تخنیکي خوا ته تمایل درلود او دا یې له پلار سره په لوبو کې ښکاره شوی و. “

څو کاله وروسته، انشټاین هغه ته لیک و لیږه نه یواځې د هغه د نظریې او د هڅو په اړه چې ثابت یې کړي، بلکې هغه ته یې لارښوونه کوله چې څرنګه یوه دنده تر لاسه کړي.

تشخیص

Albert Einstein playing violin

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انشټاین خپلو بچیانو ته ویلون وهي.

ایډوارډ انشټاین هیله درلوده چې یو رواني ډاکټر شي او د زیګموند فروید نظریو ته ډیر لیوال و.

هغه طبي زدکړې کولې کله چې په ۱۹۳۲ کال کې هغه د سویزرلنډ په یو رواني کلینیک کې بستر شو. په ۱۹۳۳ کال کې، په داسې حال کې چې عمر یې ۲۲ کاله و تشخیص شوه چې نوموړی د ځوانۍ لیونتوب په ناروغۍ اخته و.

ګتفروند وايي، “په دې سره انشټاین ډیر سخت اغیزمن شو. “

د هغه په یو لیک کې راغلي و چې ” زما د زامنو تر ټولو غوره یې، هغه کس چې ما ورته زما د خپل طبیعت په توګه کتل، په یوه رواني ناروغۍ اخته شو. “

په ۱۹۳۳ کال کې، په جرمني کې د نازيانو له ګواښ سره مخ شو، دغه عالم اړ کړل شو چې له جرمني ووځي او متحده ایالتونو ته ولاړ شي.

د انشټاین د دایرت المعارف له نظره، ” د هغه له تګ کمه موده وروسته، انشټاین له ایډوارډ سره د وروستي ځل لپاره ولیدل. زوی او پلار نور هیڅکله یو بل و نه لیدل. “

خواشینی کوونکی پای

The relationship between Albert Einstein and Hans Albert was sometimes tense

د عکس سرچینه، Google

د عکس تشریح، د البرټ او پلار ترمنځ یې ځینې وختې اړیکې تاوجنې وې.

میلیوا یواځنی کس و چې د ایډوارډ پالنه یې کوله، خو کله چې د هغه نښې نښانې سختې شوې – یعنې کله چې د هغه ناروغي ډیره سخته شوه – اړ شو چې نور د رواني ناروغانو په یو مرکز کې ژوند وکړي. په ۱۹۴۸ کال کې د هغې له مړینې وروسته، انشټاین د ایډوارډ لپاره یو قانوني سرپرست ګمارلی و.

روزنکرانز وايي، ” زه فکر نه کوم چې د دغو کلونو په ترڅ کې د هغوی تر منځ لیکونه تبادله شوي وي. “

د اساکسون له نظره، ایډوارډ ته د هغه د رواني ستونزو له امله اجازه ور نه کړل شوه چې امریکا ته ولاړ شي.

هغه د خپل ژوند وروستي کلونه د رواني ناروغانو په یو مرکز کې تېر کړل چې په ۱۹۶۵ کال کې د عصبي ټکان له امله د ۵۵ کلونو په عمر مړ شو.

هانس البرټ، مخکښ

البرټ انشټاین او زوی یې هانس البرټ پر ۱۹۳۷ کال امریکا کې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، البرټ انشټاین او زوی یې هانس البرټ پر ۱۹۳۷ کال امریکا کې.

هانس البرټ د انشټاین دوهم ماشوم، په زوریخ کې د ټکنالوژۍ په سویس فیدرال انستیتوت کې د سیول انجنیرۍ په برخه کې زدکړې وکړې.

سرلوړی انشټاین په ۱۹۲۴ کال کې لیکي، “زما البرټ د وړتیا او کمال څښتن شوی دی. “

هانس البرټ په ۱۹۲۶ کال کې فارغ شو او تر ۱۹۳۶ کال پورې هغه د تخنیکي علومو ډاکټر شو.

په ۱۹۳۸ کال کې، هغه د خپل پلار په لارښونه امریکا متحده ایالتونو ته ولاړ او د رسوب د انتقال په برخه کې یې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ.

د هانس البرټ انشټاین په کتاب کې: د مخکښ انجینر په توګه د هغه ژوند، رابرت ایتیما او کارنیلیا موتېل په دې اړه وايي، ” هغه د سیندونو د پیچلتیا په اړه د پوهېدو او کشف په اړه څېړنه کوله. “

د هغه څېړنې په دې اړه د اوسنۍ پوهې بنسټ جوړوي چې څرنګه روانې اوبه له ځان سره رسوبات لیږدوي او په ۱۹۸۸ کال کې د سیول انجینرۍ امریکايي ټولنې د هغه د هڅو د ستاینې او پیژندنې په تړاو د هانس البرټ انشټاین جایزه جوړه کړ.

سیمون ونچستر د “سیند پای” په نامه کتاب کې د ځواکمن جوړښت په جوړولو کې چې د ميسیسیپي لوی سیند کنټرولوي، د هانس البرټ بنسټیز رول روښانوي.

ستایل شوی ښوونکی

Elsa and Albert Einstein

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الیزا او البرټ انشټاین په یوه سفر کې.

هانس البرټ هغه مهال چې په امریکا متحده ایالتونو کې و، د سویلي کارولینا د کرنیزې څیړنې په یو مرکز کې کار کاوه، وروسته یې د کرڼې وزارت او بلاخره یې د هایدرولیک انجینرۍ په برخه کې د کالیفورنیا په بیرکیلي پوهنتون کې د تدریس په یو پوست کار وکړ.

د پوهنتون سرچینې وايي، ” هغه یو ډیر تکړه څیړونکي ساینس پوه، خورا ښه تجربه لرونکی انجینر او یو ښه ښونکی و. “

“پوهاند انشټاین په خپل وخت کې خورا سخاوتمند و، که څه هم خپلو ډیری ماسټرو زدکړیالانو ته یې لکچر ورکاوه، تر څنګ یې د لنډې مودې لپاره په بهرنيو پوهنتونونو کې تدریس کاوه، یا د نړۍ د ګوټ ګوټ هیوادونو ته یې د کړکیچن رسوب د ستونزو د حل په اړه مشورې ورکولې. “

توپیرونه

له خپلو ماشومانو سره د البرټ انشټاین په اړیکه کې هسکې ټیټې وې؛ په داسې حال کې چې په ځینو لیکونو کې هغه مهربان و او په ځینو نورو کې سخت او قضاوتګر.

روزنکرانز وايي، ” د نورو کورنیو په څېر، هغوی سختې دورې درلودې خو ښه وختونه یې هم درلودل، هغه له هانس البرټ سره ځینې اختلافات درلودل. “

د یو نوي ځوان په توګه، هانس البرټ خپل پلار ته وویل هغه پریکړه کړې چې انجینري ووايي او انشټاین په دې اړه خوښ نه و.

څو کاله وروسته، اختلافات ډير شول: ” په پیل کې، انشټاین هغه ښځه نه منله چې البرټ غوښتل ور سره واده وکړي. “

په دې هکله، میلیوا له انشټاین سره موافقه وه. خو هانس البرټ د هغوی خبره و نه منله او په ۱۹۲۷ کال کې یې فیلولوجیستې فریدا کنشت سره واده وکړه.

یو وخت انشټاین د خپل زوی د پریکړې په اړه له سره غور وکړ او بیا یې فریدا ته ښه راغلاست ووایه چې دغې کورنۍ ته یې دری لمسیان وزیږول.

د ګتفروند له نظره، که څه هم دوی له یو بل سره لیدل او په اړیکه کې وو، خو بیا هم جلا اوسېدل، هانس البرټ په لوېدیځ ساحل کې او انشټاین په پرینسټن کې چې ختیځ ساحل کې و، اوسېدو.

ګتفروند وايي، ” د دې ترڅنګ، انشټاین تر دې وړاندې لا خپله دوهمه کورنۍ جوړه کړې وه (له ایلسا او خپلو دوو لوڼو سره چې له مخکینۍ اړیکې ورپاتې وې”

کله چې فریدا په ۱۹۵۸ کال کې مړه شوه، هانس البرټ د عضوي کیمیا له متخصصې الیزابت روبوز سره واده وکړ او تر ۱۹۷۳ کال پورې یعنې د خپل ژوند تر پایه له هغې سره یو ځای و، په دغه کال کې پر هغه د زړه حمله راغله او د ۶۹ کلونو په عمر مړ شو.

د البرټ انشټاین د زوی په توګه د هغه مسؤلیت

Professor Gutfreund (left) with Albert Einstein's papers held at the Hebrew University in Jerusalem, Israel

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پوهاند ګتفریوند له البرټ انشټاین سره د اسراییل په عبري پوهنتون کې.

اساکسون وايي، انشټاین یو ځل میلیوا ته وویل چې “دوه ماشومان یې د هغه د فکري ژوند تر ټولو ښه برخه وه، هغه میراث چې د نوموړي له مړینې وروسته به یې پر ځای پاتې کیږي.

خو د یو مشهور نابغه د زوی په توګه پاتې کېدل اسانه نه دي.

ایډوارډ خپله لیکلي، ” ځینې وخت ستونزمنه ده چې داسې یو مهم پلار ولرې، ځکه خپله زوی بیا داسې احساس کوي چې هیڅ اهمیت نه لري. “

هانس البرټ د پلار د ځانګړي نسبیت نظریې تر خپرېدو یو کال وړاندې وزېږېد.

ګتفروند چې د انشټاین لیکنې یې راټولې کړې دي وايي، “یو څوک کولای شي د یو مینه ناک پلار او د هغه د ماشومانو تر منځ ښکلې او په زړه پورې لیکنې ومومي. “

په هغه کلونو کې، دغه فزیکپوه د هغه د ماشومانو په اړه د میلیوا سرښندنه ومنله او دا چې څرنګه یې هغوی را لوی کړي دي.

روزنکرانز بیانوي چې ” زه فکر نه کوم چې هغه به خپل ځان ته د یو غوره مېړه په توګه کتلي وي. زه فکر کوم هغه د یو مېړه په پرتله، خپل ځان د یو ښه پلار په توګه احساس کړی او په دې اړه یې خپل مسؤلیت هم په ښه ډول تر سره کړی دی. “

البرت انشتاین د ۱۹۵۵ کال د اپریل په ۱۸ مه د امریکا په نیوجرسي کې د ۷۶ کلونو په عمر وفات شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب