Homeخبرونهد افغانستان، هند او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبې نن...

د افغانستان، هند او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبې نن پیلېږي

تاند (سه شنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۹مه) د افغانستان، هند او سریلانکا د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزه یو ورځنیو سیالیو جام نن نندارې ته وړاندې شو.

ټاکل شوې ده، چې دغه سیالۍ نن سې شنبه پيل او د ۱۴۰۵کال د غبرګولي تر ۳۱مې د سریلانکا د دمبولا ښار په کوربه‌توب ترسره شي.

د افغانستان الف لوبډله چې د «افغان ابدالیانو» په نوم پېژندل کېږي، خپله لومړۍ لوبه به د جوزا ۲۱مه د هند الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

افغان ځوان لوبغاړي به وروسته د غبرګولي ۲۳مه د سریلانکا الف لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې درې واړه لوبډلې به په ډله‌ییز پړاو کې دوه ـ دوه ځله د یو بل پر وړاندې ولوبېږي او د جدول دوه مخکښې لوبډلې به پای‌لوبې ته لار ومومي.

افغان ابدالیانو لوبډلې ته څوک ټاکل شوي:

عمران میر (لوبډلمشر)، نورالرحمن، محمد اسحق، خالد تڼی‌و‌ال، حسن عیسی‌خېل، اعجاز احمدزی، بهیرشاه محبوب، فیصل خان شینوزاده، شمس‌الرحمن، فرمان‌الله صافی، خلیل ګربز، ظاهرخان پکتین، فریدون داوودزی، محمد ابراهیم عبدالرحیم‌زی او عبدالله احمدزی شامل دي.

د سیالیو ټولیز مهالوېش:

د غبرګولي ۱۹مه: سریلانکا– هند
د غبرګولي ۲۱مه: افغانستان – هند
د غبرګولي ۲۳مه: افغانستان – سریلانکا
د غبرګولي ۲۵مه: سریلانکا – هند
د غبرګولي ۲۷مه: افغانستان -هند
د غبرګولي ۲۹مه: افغانستان – سریلانکا
د غبرګولي ۳۱مه: پای لوبه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب