تاند (سه شنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۹مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې، د روان کال وري (حمل) میاشتې له پیله تر دې دمه په هېواد کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۳۰۱ کسان مړه او ۳۸۵ نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو د حکومت د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد په یو ویډیويي کلیپ کې ویلي چې د دغو طبیعي پېښو له امله ۱۹۹۲ کورونه په بشپړه او ۷ زره ۱۸۷ کورونه په نیمه ډول ویجاړ شوي دي.
د حماد په وینا چې په دې موده کې د ورښت او سېلابونو له امله ۲۹۴ هټۍ په بشپړ ډول او ۳۰۷ هټۍ په نیمه ډول ویجاړې شوې دي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویاند زیاته کړې چې، سږ کال د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله په هېواد کې ۵۷ پلچکونه، ۴۳ جوماتونه، ۳۸۲ څاګانې او د اوبو شبکې او ۵۸۰ کیلومتره سړکونه ویجاړ او همدا راز د ۲۵ زره ۹۸۸ جریبه کرنیزو ځمکو او ۴ زره ۳۲۴ جریبه باغونو حاصلات له منځه تللي دي.
محمد یوسف حماد وایي چې، سږ کال د طبیعي پېښو له امله ۵۵ زره ۷۱۸ ونې او ۴ زره ۶۳۰ تختې سولرونه هم له منځه تللي دي.
نوموړي زیاته کړې چې، په ټولیز ډول روان کال ۱۸ زره ۸۱۷ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.