تاند (سه شنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۹مه) پکتیکا کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ وایي، د برمل ولسوالۍ د ډنګر لیګډ په سیمه کې د یوې زړې او ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې روښانه کړې چې، په دې پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د مالوماتو له مخې په وژل شوو کې دوه لویان او پنځه ماشومان شامل دي او ټپيان ټول ماشومان دي.
د خبرپاڼې له مخې، پېښه هغه مهال وشوه چې یو کباړي هڅه کوله مرمۍ د ارې په وسیله ټوټه او له فلزي توکو یې استفاده کړي.
ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
دا لومړنۍ پېښه نه ده چې، عام خلک د زړې ناچاوده مرمۍ قرباني کېږي، تر دې وړاندې په ځلونو داسې پېښې شوي چې، په کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نظر خاوندان په دې برخه کې د عامه پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار کوي او پر خلکو غږ کوي چې، په دې خپلو ماشومانو ته پام وکړي څو زړو اوسپنو ته بې ځایه لاس یونسي.