شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهمتحده ایالات له نړۍ سره د کووېډ-۱۹ د ۵۰۰ میلیونو ډوزو واکسینونو...

متحده ایالات له نړۍ سره د کووېډ-۱۹ د ۵۰۰ میلیونو ډوزو واکسینونو مرسته کوي

تاند (شنبه د جوزا ۲۲) متحده ایالات له نړۍ سره د کووېډ-۱۹ د ۵۰۰ میلیونو ډوزو واکسینونو مرسته کوي. دا د یوه هېواد له خوا د کووېډ-۱۹ واکسینونو د پېرودلو او مرسته کولو بې ساري او تر ټولو غټه معامله ده.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ /د جوزا ۲۰مه/ د نړۍ بې وزلو هېوادونو لپاره د کووېډ-۱۹ د نیم میلیارد ډوزو واکسینونو د تاریخي مرستې اعلان وکړ.‌

بایډن چې د جي ۷ غونډه کې د ګډون لپاره برتانیا ته تللی دی،‌ وویل، «متحده ایالات به د کووېډ-۱۹ نیم میلیارد ډوزه واکسینونه واخلي او د نړۍ له نږدې ۱۰۰ هېوادونو سره چې د دغې وبا پر ضد مجادله کې سخته اړتیا لري،‌ مرسته وکړي.‌ دا یو تاریخي ګام دی.‌ دا د یوه هېواد له خوا په یو وخت د کووېډ-۱۹ واکسینونو د پېرودلو او مرستې کولو یو بې ساري اقدام دی.»

په پام کې ده چې لومړي ۲۰۰ میلیونه ډوزه د روان میلادي کال تر پایه پورې نړۍ ته ورسول شي او پاتې نور د ۱۴۰۱ تر جوزا پورې ورسول شي.

د واکسینونو لېږد به د راتلونکې اسد په میاشت کې پیل شي.

ولسمشر بایډن زیاته کړه، «امریکا د دې وبا په غمیزو باندې ښه پوهېږي. د نړۍ له بل هر هېواد څخه په متحده ایالاتو کې ډېر خلک؛ نږدې ۶۰۰ زره امریکایان چې میندې، پلرونه، زامن، لوڼې، ورونه، خویندې، نیاګانې او نیکونه په کې شامل وو، مړه شول.»

د معلوماتو له مخې، دغه واکسینونه د نړۍ وال لاسرسي (کوواکس) پروګرام له لارې لږ او منځني عاید لرونکیو هېوادونو او د افریقا اتحادیې ته ور ووېشل شي.

د واکسینونو او معافیتونو نړۍ وال ائتلاف (Gavi) یا ګوي افغانستان، سوریه، تاجکستان، مصر، قرغزستان، پاکستان، ازبکستان او یمن د هغو ۹۲ هېوادونو په لست کې نیولي چې دا واکسینونه به ترلاسه کړي.

دا اعلان د متحده ایالاتو هغې مخکینۍ ژمنې سربیره کیږي چې غواړي د سرطان تر لومړیو پورې شاوخوا ۸۰ میلیونه ډوزه او د کوواکس د تمویل لپاره ۲ میلیارده ډالر مرسته وکړي.

د یادونې ده چې افغانستان ته دا مهال د کورونا وبا د درېیمې څپې غټ ګواښ موجود دی. د عامې روغتیا وزارت د دې ګواښ له کبله په ټول روغتیايي سیسټم د بدې اغېزې خبر ورکوي او وايي ډېر احتمال شته چې روانه اوونۍ د کورونا د درېیمې څپې ګراف لوړې کچې ته ورسېږي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح په خپله رسمي فېسبو‌ک ‌پاڼه کې لیکلي: “اوس‌ مهال دوی د تېرو شلو کلونو تر ټولو ناوړه حالت تجربه کوي.”

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زي ویلي، “متاسفانه هغه ډول چې د نوېو پېښو ګراف ته ګورو، ورځ تر بلې شمېرې په لوړېدو دي. څومره چې شمېرې ډېرېږي، هومره د وخیمو ناروغانو فیصدي هم زیاتېږي. د اوس لپاره موږ لوړې کچې ته نږدې کېږو.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب