Homeخبرونهپاکستان د کورونا وایرس له کبله په کابل کې خپله کونسلي څانګه...

پاکستان د کورونا وایرس له کبله په کابل کې خپله کونسلي څانګه بنده کړه

تاند(شنبه، د جوزا ۲۲) په کابل کې د پاکستان سفارت نن اعلان وکړ چې د کورونا وایرس له کبله د وضعیت د خرابېدو په خاطر په کابل کې خپله کونسلي برخه د یوې اوونۍ لپاره بندوي.

د پاکستان د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روان جون له ۱۳ یعني سبانۍ یکشنبې څخه د جون تر ۱۷ پورې به د دوی کونسلي څانګه بنده وي.

کونسلي څانګه وېزه صادروي او عموماً په کابل کې د پاکستان د سفارت پر کونسلي څانګې د مراجعینو ګڼه ګوڼه خورا ډېره وي.

د پاکستان سفارت په عین حال کې ویلي چې په انلاین بڼه به د وېزې ورکولو ته دوام ورکړي.

دغه سفارت سره له دې چې ویلي چې د جون تر ۱۷ پورې به د سفارت کونسلي څانګه بنده وي، دا یادونه هم کړې چې د جون په ۱۷ به پرېکړه وکړي چې کونسلي څانګه پرانیزي او که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...