شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپه یونان کې ۴ افغان پناه غوښتونکي کمپ ته د اور اچولو...

په یونان کې ۴ افغان پناه غوښتونکي کمپ ته د اور اچولو په تور په ۱۰ کاله حبس محکوم شول

تاند(شنبه، د جوزا ۲۲) په یونان کې یوې محکمې څلور افغان پناه غوښتونکي ځوانان د کډوالو کمپ ته د اور ورته کولو په جرم هر یو په لس کاله بند محکوم کړل.

د دغو څلورو افغان ځوانانو مدافع وکیلانو وویل، سره له دې چې موکیلانو یې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل، خو محکمې هغوی کمپ ته په اور اچولو کې په لاس لرلو مجرم وپېژندل.

مدافع وکیلانو د محکمې پرېکړه نامنصفانه وبلله.

تېر کال د یونان د لیسبوس ټاپو په موریا کمپ کې د اورلګېدو له کبله نژدې ۱۳ زره پناه غوښتونکي بې سرپناه شول.

فرانس پریس خبري اژانس د محکوم شویو افغانانو د مدافع وکیلانو په قول ویلي چې محاکمه منصفانه نه وه. دوی ویلي چې په څلورو محکومانو کې ۳ تنه یې د نیول کېدو په مهال تر ۱۸ کلونو کشران وو خو د یونان چارواکو د کشرانو په توګه نه و پېژندلي.

د دغو کسانو د محاکمې د بهیر د کتلو لپاره خبریالانو ته د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره اجازه ورنه کړل شوه.

محاکمه تر ډېره د یوه بل افغان پناه غوښتونکي د شاهدۍ پر اساس وه.

محکومانو ویلي، په دې خاطر محکوم شوي چې په خټه هزاره وو او له لېرې پېژندل کېدل.

تر دې وړاندې په مارچ میاشت کې دوه افغان ځوانان په همدې قضیه کې د لاس لرلو په تور هر یو په ۵ کاله بند محکوم شول.

2 COMMENTS

  1. هزاره ګانو !!! تر دین مو جار سم په هر هیواد خپله پزه مه کاروۍ. سي سپاړې وکړۍ لکه تور پوستان بیا سمدلاسه د نژادي توپیر غربړې وهۍ. تور پوستان هم تل لکه ملایان له خرو سره زنا کوي نور بیا په دورو وهي. لیږ خپل وجدان ته سر ټیټ کړۍ خپلو عملو ته وګورۍ. په هر ځای کې سي بد عمل وکړۍ وایاست موږ هزاره ګان یو ځکه. اروپا یا نور هیوادونه تاسي ته د جرم سزا درکوي نه دا چې هغه تاسي ته د تاسي پزي سزا درکوي

  2. ستاسو غورنیکه چنګیزخان هم په خپل وخت کې نژدې نیمې نړۍ ته اور ورته کړ. ښارونه یې په کنډوالو بدل کړل ، په کلیو ، ښارونو او حتی په ډېرو هېوادونو کې انسان نه پیدا کېده . د افغانستان بامیان او غور کې چې د سهاکو امپراتوري مرکز وو ، ټول انسانان ژوندي وسوځول شول او ماشومان یې په زانګو کې حلال کړل .
    دوی فکر کوي چې یونان به هم لکه افغانستان بې پوښتنې وطن وي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب