یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونهسقیمد يوې ډمې د احسان پوروړي، کوم پور پرې کړ

د يوې ډمې د احسان پوروړي، کوم پور پرې کړ

سيدشاه سقيم

يو تور ټوپک د ژېړبخون دېواله پر خېټه ځوړند وو.

د ټوپک تر شپېلۍ رالاندې يوې خوا ته د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن توره ږيره ښکارېده او بلې خواته يې د يوه تياره رنګي پنجابي تور ببر سر مالومېده.

د برمودا مثلث په اړه مې وړاندې اورېدلي وو چې خونړی دی، هر څه چې ورته ورسېږي، له مخې سره يې تري تم کړي او ځينې پاکستانيان خو لا په دې باوري دي چې پر دغه مثلث د ابليس واکمني چلېږي.

لوړ ټوپک، لاندې دوه ويړې، خو بېخونده خولې راته د همدغه مثلث کاپي ښکاره شوه چې د مکارۍ کوم مهندس به د شيطانانو د پلار په فرمايش ايستلی وي.

يو تور ټوپک، يو په زړه تور عرب او يو له اصله تور پنجابی هماغه مثلث دی چې ضلعې يې د ابليس د واکمنۍ حدود ټاکي.

په دغه عکس کې ناست ببر سری توربخونی پنجابی حامد مير و چې د پاکستان په وتلې ټلوېزيوني شبکه، (جيو نيوز) کې يې خبرې ته تر نورو ډېر غوږ نيول کېده.

موده وروسته مې د همدې توربخون سړي يو وېډيو کليپ واورېده چې مخاطب يې پاکستانيان وو، خو يادونه يې پکې د افغانانو کوله.

ښاغلی په دې باور و چې د پاکستان کريکټ لوبډلې د افغانستان له ملي لوبډلې سره د لوبې په کولو، په لوی لاس ځان ټيټ کړ او په خبره يې، د کريکټ اتلان يې له ماشومانو سره د سيالي لپاره ميدان ته ووتل.

خبرې يې ناپېيلې وې، ګډوډ لګيا وو، د خبرو په منځ کې يې د ولسمشر کرزي او متحده ايالاتو پر اړيکو هم رڼا واچوله او په اخير کې يې پاکستانيانو ته وويل،

“که نور نه شئ کولای، هغه د نړۍ له لوېدليو انسانانو (افغانانو) څخه خو غيرت زده کړئ.”

يوه بله ورځ هم راغله، په يوه ليکنه کې يې ويلي وو چې، پر ډمه باور وکړئ، خو په پښتانه يا افغان چې يې و نه کړئ.

خدای خبر چې د هيرا‌ منډه‌يي ګاونډی به د کومې ډمې د احسان پوروړی و.

دوه ورځې وړاندې مې واورېدل چې په کراچۍ کې وسله والو د همدغه پاکستاني سينې ته د ټوپکو شپېلۍ سيخې کړې، ويشتی يې دی، خو وژلی يې نه دی.

خدايسته، نه مې زړه ورباندې ښه شو، نه مې خوا ورته بده شوه.

کيسه يې پر همدې ځای ختمه نه شوه، بلکې تر پېښه لږ وروسته د حامد ورور عامر مير د پاکستان د استخباراتي شبکې د مشر ظهير الاسلام نوم ياداوه او ادعا يې کوله، چې ورور يې هغه ويشتی دی.

سترګو ته مې هماغه خونړی مثلث يوې او بلې خوا ته شو، د هغو مخورو پښتنو د خدای پاري چيغې مې تر غوږو شوې چې په سوات کې، د پاکستاني پوځيانو د کلکو بوټونو تر لغتو لاندې، لټ په لټ اوښتل.

د هغه ځوان چيغې مې تر غوږ شوې چې په کراچۍ کې ورباندې د پاکستان رېنجر سرتېرو ډزې کولې او زارۍ يې کولې چې روغتون ته دې ورسول شي.

د کوټې پر خان شهيد څلورلارې د هغې چيچنيايي امېدوارې مېرمنې په وينو لړلی لاس مې سترګو ته ودرېده چې تر اغزن سيم يې لوړ نيولی وو او له دې خوا ورباندې د پاکستان سرحدي پوليسو ناتار مرمۍ اورولې.

هغه مهال هغې امېدوارې مېرمنې ته د ځان د بې‌ګناه ثابتولو بله اسره نه وه ورپاتې، خپل لاس يې ښايي د دې لپاره لوړ نيولی وو چې ګوندې د مرميو باران ودروي او د ګېډې ماشوم يې ژوندی نړۍ ته راشي.

له پاکستانه مې نوره هم کرکه وشوه، د دغه هېواد له استخباراتو مې نفرت وشو او سرتېري يې راته د ګور چينجي ښکاره شول.

د حامد مير تر ويشتلو وروسته مې پر هغو وسله والو زړه وسوځېده چې دا هر څه په سترګو وينې، خو بيا هم ټيټې سترګې پاکستان ته روان وي، د ای ايس ای وسلې راوړي او دلته پرې خپل کور ورانوي.

د معتصم اغا جان ټپي کېدل دې هېر کړي، د ملا بردار اخوند نيول دې تصادف وبولي، د مولوي عبدالرقيب تخاري وژل دې نه ور په يادوي، هغه وېډيو دې جعلي وبولي چې پاکستاني سرتېرو پکې د خدای بخښلي استاد ياسر په غاړه کې پړی اچولی او په وينو لړلی بدن يې په خاورو او ډبرو کې کشوي. د کرنل امام پر ککرۍ ويشتل دې د هغه تور بخت وبولي، د حامد مير غوندې کس له ويشتلو څخه خو دې عبرت واخلي.

هغه پاکستانۍ استخباراتي شبکه چې حامد مير غوندي افغان دښمنه انسان په ډزو ويشتلای شي، هغه استخبارات چې د ښاغلي مير په څېر د يوه سرسخت پاکستاني تر سر تېرېدای شي، نو د يوه افغان وسله وال وژل خو ورته نسوار هم ولاکه ښکاره شي.

خدای دې وکړي چې حامد مير مړ نه شي او يو ځل بيا پر خپلو پښو وګرځي، ګوره که يې يو وخت هغه د ډمې او د هغې د اولادونو د وفادارۍ خبره مغزو ته ورغله.

د ۲۰۱۴ د اپریل ۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب