دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهسعودي: سږ بیا هم بهرنیانو ته د حج مراسمو کې د ګډون...

سعودي: سږ بیا هم بهرنیانو ته د حج مراسمو کې د ګډون اجازه نشته

تاند (شنبه د جوزا ۲۲) سعودي عربستان اعلان کړی چې سږ کال به بهرنیانو ته بیا هم اجازه ورنه کړي چې د حج مراسمو ادا کولو لپاره دغه هېواد ته ورشي.

د سعودي چارواکي وايي، یوازې د دغه هېواد ۶۰ زره واکسین شوي وګړي چې جدي ناروغي ونه لري، واکسین شوي وي او عمرونه یې د ۱۸ او ۶۵ کلونو ترمنځ وي سږکال به د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ولري.

د سعودي د حج او عمرې وزارت وايي چې حکومتم دغه پرېکړه د کورونا وبا د پراختیا د مخنیوي په خاطر کړې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، کورونا وبا په ټوله نړۍ کې د پراختیا په حال کې ده او دا چې ددغه ویروس د مخینوي لاره یوازې د روغتیایي سپارښتنو عملي کول دي، نو اړینه ده چې د وګړو د ژوند ژغورلو لپاره ورته پرېکړې وشي.

د کورونا تر وبا مخکې هر کال تر دوو میلیونو ډېرو کسانو د حج په مراسمو کې برخه اخېستله.

چارواکو تېر کال د سعودي عربستان یوازې زرو کسانو ته په دغو مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړه.

په پام کې ده، سږکال د حج مراسم د جولای میاشتې له ۱۷مې تر ۲۲مې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب