د یوې مهمې پوښتنې د اهمیت ښودنې لپاره د دا ډول عددونو افاده اوس عامه ده؛ ځکه خو د تېر کالم په اړه د ځینو دوستانو هغه پوښتنه زه هم د ملیونونو ډالرو ګڼم، چې د «زرغون کابل؛ خاموش قاتل» کالم خو دې یوازې عاطفي نښه او خواخوږي کېدای شي؛ ولې رغنده او راسا حلاره یې څه ده؟
مخکې له دې چې په حلاره یې خبره وکړو، همغه زړه خبره بیا تکراروم، چې دا موضوع منحیث زموږ د خلکو او حکومتونو د عمومي ترجیحاتو او د هیڅ کومې بلې مکالمې برخه نه ده، چې نه ده؛ نو مانا دا چې موږ یې خپله هم د حلارې په کیسه کې نه یو، تاسې به د ګیلپ (Gallup) په نامه د هغه امریکایي ادارې نوم حتماً اورېدلی وي، چې د نړۍ په مختلفو مملکتونو کې د عامه مسایلو او موضوعاتو په اړه نسبتاً دقیقې سروې کوې، دا اداره چې په پاکستان کې هم د کار او ادارې استازولي لري، په خپلې یوې تازه سروې کې د انګلیسي او اردو ورځپاڼو په اساس یوه عمومي سروې لري، چې د چاپیریال او ماحولیاتو یوه خاص خبره هم سرټکۍ دی، په دې سروې کې ۱۸۵۵ کالمونه او ادارتي ليکنې شاملې وې چې د سپتمبر په مياشت کې د اردو او انګليسي دولسو ورځپاڼو کې خپرې شوې وې. د دغو ليکنو تر ټولو زياته برخه یې د چاپېريال (ماحوليات) په اړه وه — نولس سلنه (۱۹٪). ورپسې اقتصاد (معيشت) دویمه مهم موضوع وه، چې دولس سلنه (۱۲٪) ليکنې پرې شوې وې. نړيوالې اړيکې (بينالاقوامي راوبط) يوولس سلنه (۱۱٪) ليکنې لرې. کلتور او سياحت نهو سلنه (۹٪) برخه درلوده. سياست يوازې اته سلنه (۸٪) ليکنۍ موضوع ګرځېدلې وه. د منځني ختيځ کړکېچ، مذهب، انساني حقوق او تعليم په اړه يوازې درې سلنه (۳٪) کالمونه ليکل شوي وو.
د دې سروې د ارقامو یا سلنې له اندازې مو منظور دا دی، چې ووایو موږ د خپلو تمایلاتو له مخې څومره بې تفاوته او بې غوره یو، زه په باور ویلی شم، چې که دا سروې زموږ په اړه خبره کوي، دا به د همدې سروې له کوزې خوا یعنې برعکس ارقام او سلنه وړاندې کوي، چې دا یو ډول د حلارې پر وړاندې د یوه زورور خنډ او ځنډ مانع ده.
بله خبره چې له همدې خبرې ډېره لرې او بې ربطه نه ده، هغه د عامه پوهاوي ترڅنګ د خلکو خپل لاس و پښه وهل دي؛ مثلاً تاسې که همدا نن د کابل د ککړې هوا او فضا د علت معلومولو لپاره یوه وړه او ناچیزه تحقیقي هڅه هم وکړئ په خپله خلک به هم د همدې موضوع په تړاو غافل او ملامت وګرځوئ او دولتونه که هر څومره جدي سپارښتنې وکړي او یا یې خلک له ستونې هم ونیسي؛ خو د خلکو نه همکاري یې بیا هم غټ دلیل کېدای شي. ځکه همدا عام و خاص دولتي او عامه خلک دي، چې د ګڼې ګوڼې ترڅنګ د زړو موټرونو د لوګیو او د خراب کیفیت د تیلو د خرڅلو او د ګرمو وطاقونو او دفترونو لپاره د ربړونو په سوزولو یې ښار د ګرد او غبار په ښار اړولی دی، اوس خو د کابل په خواوشا کې د ایټو د بټیو او همدا رنګه د وړو او غټو فابریکو او کارخونې د ښار تر څنډو رارسېدلي دي، چې د اور او سون توکي یې د موټرو ټایرونه او نور ګندونه دي.
وایي چې د ستونزې درک یا د مرض تشخص که ټول نه وي نیم پېژندل خو دي، موږ چې عام خلک او سرکار دواړه په دې پوهېدلي او یوازې په مخنیوي کې یې پاتې یو، فکر نه کوم، چې حلاره یې راځینې ورکه ده، یوازې عمل او د شعور پڅریو ته پوکی ورکول دي، همدا اوس د سیمې په کچه ډیلي، لاهور او کابل درې واړه د ککړې او خرابې هوا وړاندې وروسته درجه بندي لري، پوښتنه دا ده، چې زموږ او د دوی ترمنځ د دولتي او عامه شعور په کنټرول او خپرولو کې څومره عملي سنجیده او لاس په کار یو؟
تر دې وراخوا د ککړې هوا تاریخي شالید او مخینه یې هم شته چې څنګه په نوره نړۍ کې خلک ورسره مخ وو او دي او د حلارو په توګه یې چال او چلن ورسره څنګه؟څومره او په کوم ډول بریالی ثابت شوی دی، په دې اړه یې هم د بېلګو کمې نشته؛ خو د لندن د ۱۹۵۲ م تورې ورځې او ککړه هوا یې هغه قضیه ده، چې د خپل نوعیت له مخې یې ناورین او کامیابه مبارزه او حلاره یې هم ورسره غوټه ده؛ مثلاً په ۱۹۵۲ م په لندن کې د ژمي عادي وره د هوا له ککړتیا سره ګډ شول او په پېنځو ورځو کې یې لوی روغتیايي ناورین رامنځته کړ. همدا زموږ په څېر یې د سکرو سوځول، د فابریکو د لوګيو او د ناپاکولي سسټم نه شتون، زاړه موټرونه او د ونو د کمښت له امله په فضا کې زهرجن ذرات ډېر وو. یخې هوا د ټیټې طبقې دا ټول مواد بند کړي وو، لمر نه و، د ونو د اکسیجن تولید بند شوی و او د خلکو ساه تنګي یا د ساه او تنفس ناروغي سېوا شوه، ویل کېږي چې په دې پېنځو ورځو کې شاوخوا ۱۵ زره خلک مړه او یو نیم لک خواوشا نور یې له جدي ناروغیو سره مخ شول.
له دې وروسته حکومت د علت او د حلارې په توګه ځینو اقداماتو ته مخه کړه چې له مخې یې سوزېدل بند شول، فابریکې او اور لرونکې کارخونې د لوګيو په پاکولو مکلفې شوې، زاړه او غیر معیاري موټرونه منع اعلان شول، د کورونو ګرمول د سکرو نه ګاز او برېښنا ته واوښتل، د ونو پرېکول جرم شو، پارکونه او زرعي ساحې خوندي شوې او ښار داسې طرحه شو چې خلک د شخصي موټرو پر ځای په عامه ترانسپورټ کارولو ته اړ شول، پایله دا شوه چې په ۱۹۵۶م کې د پاکې هوا قانون د برتانیې هوا بدله کړه، تر ننه پورې د لندن په ژمي کې وره شته؛ خو هغه وژونکی تور دود او لوګی بیا تکرار نه شول. چې خلک او لندن دواړه د مرګ او ژوند په عذاب اړولي وو.
له دې قضیې راوړنې مې مقصد دا هم دی، چې د ککړې هوا او فضا مکاني او نور داسې کوم بل ډول علتونه یې کم دي، چې بنده یې په خپل فکر او جغرافیه تحلیل او حلارې یې ورته پیدا کړي، زه وایم دا همغسې د ګډو بشري او تقریباً د یو ډول ستونزو غوندې مشکل دي، که خلک او حکومتونه له همدې ورته فورمولونو او حلارو کار واخلي؛ ممکن د پاکې او صفا هوا او فضا څښتنان شو.