جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونه‏بلخ او سمنګان کې د تېرې شپې زلزلې مرګ ژوبله ۳۵۰ تنو...

‏بلخ او سمنګان کې د تېرې شپې زلزلې مرګ ژوبله ۳۵۰ تنو ته پورته شوه

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۲مه) تېره شپه شاوخوا یوه بجه د هېواد شمالي ولایتونو یوې نسبتا زورورې زلزلې ولړزولې.

سرچینې وایي، سمنګان ولایت څخه تر دې دمه معلومات دا دی چې،  تر دې مهاله د تېرې شپې زلزلې له کبله تر ۲۰ تنو ډېر مړه او تر ۲۰۰ نور ژوبل شوي دي.

دغه زار بلخ ولایت کې د زلزلې له کبله هم تر دې مهاله اته تنه مړه او تر ۱۱۰ ډېر ژوبل شوي دي.

د زلزلې مرکز چې د سمنګان خلم ولسوالۍ ښودل شوې، تر اوسه تر ۷۰ ډېر کورونه پکې ویجاړ شوي دي.

د«جي ایف زیډ» زلزلې مرکز د راپور له مخې د افغانستان شرق هندوکش سیمه کې د ۱۰ کیلومټره په ژوروالي سره ۶.۳ درجې زلزله شوې.

بل لورته بیا ځینې سرچینې وایي چې سلګونه کورونه نړېدلي او خلک تر خاورو لاندې ایسار دي.

دا زلزله داسې مهال کېږي چې، تر دې څه موده وړاندې په ختیځو ولایتونو کې هم شدیدې زلزلې زرګونه کسان مړه او ژوبل کړل او تر ۵ زره زیات کورونه یې ونړول چې، اوس هم زلزله ځپلې کورنۍ سختې شپې ورځې سبا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...