تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۲مه) د طالبانو حکومت په بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د تېرې شپې زلزله کې د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو پر اوښتو خواشیني وښوده.
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، مسوولان او ارګانونه بوخت دي څو د زیانمنو د خدمت لپاره د اړتیا وړ مرستې ورسوي.
اخوا د عامې روغتیا وزارت وايي، د تېرې شپې په زلزله کې له ۲۰ زیات کسان مړه او نږدې ۳۲۰ نور ژوبل دي.
د دغه وزارت په وینا، روغتیايي او ژغورونکې ډلې سیمه کې د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.
د یاد وزارت په وینا او د مشرتابه د هدایت سره سم ټول روغتونونه د خدماتو د وړاندې کولو لپاره په چمتووالی بوخت دي.
د ملګرو ملتونو سازمان هم د افغانستان شمال کې د تېرې شپې د زلزلې په تړاو په خپل ایکسپاڼه اعلان کړی چې د دوی مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلي څو اړتیاوې و ارزوي او زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
دغه سازمان همدا راز له زیانمنو کورنیو هم خپل ملاتړ اعلان کړ.
زلزله کې د اوښتې مرګ ژوبلې ارقام وروستي نه دي او د بدلون په حال کې دي.