Homeخبرونهبرېښنا شرکت وایي، زلزلې د وارداتي برېښنا مزې پرې کړي

برېښنا شرکت وایي، زلزلې د وارداتي برېښنا مزې پرې کړي

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۲مه) ‏د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، له نايب‌آباده تر سمنګان او له خُلم تر پلخمري پورې د ازبکستان وارداتي برېښنا مزي پرې شوي.

یاد شرکت زیاته کړې چې دا چاره د پرچاوۍ لامل شوي دي.

برېښنا شرکت وایي، د دغو مزو د پرې کېدو له کبله کابل، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپيسا، لوګر، پکتيا، غزني او ميدان وردک ولایتونه په بشپړ ډول د ازبکستان وارداتي برېښنا بې برخې شوي دي.

دغه شرکت وايي، د دوی ټیمونو لومړني تخنیکي اقدامات ترسره کړل، خو هڅې یې بې پایلې وې.

د برېښنا شرکت ډاډ ورکړی چې ټيمونو ته یې دنده سپارل شوې څو د برېښنا مزي بېرته ونښلوي.

تېره شپه شاوخوا یوه بجه ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزلې شمال ولایتونه ولړزول چې د مالي زیانونو ترڅنګ یې زیات خلک هم مړه او ژوبل کړي دي.

تر دې دمه د مرګ ژوبلې ارقام تر ۴۰۰ اوښتي دي او لاهم وروستي شوي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...