سه شنبه, دسمبر 23, 2025
Homeخبرونهد تاشقرغان تنګي لار د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه

د تاشقرغان تنګي لار د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه

تاند ( دوشنبه د لړم – عقرب ۱۲مه) د طالبانو دفاع وزارت اړوند د ۲۰۹ الفتح قول اردو ژغورنې او انجینري ټیمونو د هېواد په شمال زون کې د تاشقرغان تنګي هغه عمومي لار چې د زلزلې له امله بنده شوې وه، بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه کړه.

د یادې لار له بندېدو سره، ګڼ هېوادوال هلته ایسار پاتې وو.

مسوولان وایي ، د ژغورنې ټیمونو په وخت اقدام وکړ، بند پاتې کسان یې وژغورل او ټپیان یې د عاجلو مرستو لپاره اړوندو روغتونونو ته ولېږدول.

د طالبانو ملي دفاع وزارت ویلي، د اړتیا په صورت کې به د نورو سیمو د پاکولو او زیانمنو ته د مرستو رسولو لپاره چمتو پاتې شي.

بل لورته عامې روغتیا وزارت ویلي چې د تېرې شپې زلزلې په پایله کې تر ۲۰ ډېر کسان مړه او ۳۲۰ تنه ژوبل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان زیاتوي، چې دا شمېرې لومړنۍ دي او په خبره یې د ژغورنې او روغتیا ټیمونه سیمې ته رسېدلي دي.

تر دې وړاندې په ختیځ کونړ ولایت کې زلزلې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې له امله یې خلک اوس هم بې سرپناه او په سختو حالاتو کې دا سوړ ژمی تېروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

تمناباټیا: د مخ د دانو درملنه مې په خپلو لاړو کوم

تاند(دوشنبه د مرغومي ـ جدي لومړۍ) هندۍ فلمي ستورې تمناباټیا ویلي چې، د خپل پوستکي د ساتنې لپازه د خپل مخ د دانو درملنه...