پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپامپیو پر طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره اوربند وکړي

پامپیو پر طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره اوربند وکړي

تاند(یکشنبه، د قوس ۲) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د دولت او د طالبانو له استازو سره له کتنې وروسته پر طالب مشرانو غږ وکړ چې ژر تر ژره پر اوربند سلا وکړي.

د طالبانو د قطر د دفتر له مشر ملابرادر او د طالبانو د مرکچي پلاوي له نورو غړیو سره د پامپیو له کتنې وروسته د امریکا د بهرنیو چارووزارت ویندوی وویل، مایک پامپیو د ملموس اورکم غوښتنه وکړه او دواړه خواوې یې وهڅولې چې د یوه دایمي اوربند لپاره ژر تر ژره موافقې ته ورسېږي.

د ولسمشر ټرمپ حکومت، چې غواړي له افغانستانه خپل پوځیان ژر وباسي، د دې پرېکړې په خاطر د کانګریس د غړیو له لوري تر فشار لاندې دی. هغوی فکر کوي چې که امریکا د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې کار واخلي، طالبان به هیڅکله د افغانستان له حکومت سره د سولې په خبرو کې موافقې ته ونه رسېږي.

امریکايي نظرخاوندان هم وايي چې تر هغو دې پوځیان له افغانستانه نه ایستل کېږي چې طالبانو اوربند او د افغانستان له حکومت سره سیاسي جوړ جاړی نه وي کړی.

https://taand.net/%d9%be%d8%a7%d9%85%d9%be%db%8c%d9%88-%d9%84%d9%87-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%88%d9%8a-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%be%d8%b1-%d9%88%d9%84%d8%a7%da%93/

له پامپیو سره قطر ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی طلمی خلیلزاد تللی و.

دوی ته د افغانستان د مرکچي پلاوي غړیو وویل چې د څه باندې ۵ زره طالب بندیانو له خلاصون سره سره د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام نور د منلو نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب