جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه وټساپ کې دوه نوي بدلونونه راځي

په وټساپ کې دوه نوي بدلونونه راځي

تاند (یک شنبه، دقوس ۲) د وټساپ کاروونکو لپاره چې، کوم نوى څه په وټساپ کې ور زياتېږي، هغه د بې غږه وېډيو ځانګړنه ده.

د دې نوي بدلون يا ځانګړنې سره تاسې کولاى شئ، چې کوم ملګري يا هم په سټوري کې کومه ويډيو اچوئ غږ ترې لرې کولاى شئ.

پّه دې نوي بدلون کې کله چې تاسې يوه ويډيو چاته لېږئ، نو هلته ستاسې خواته د غږ د بندولو اپشن هم راځي، چې د هغې په ټاکلو سره ويډيو پرته له غږه يو چاته لېږل کېږي.

د دې نوې ځانګړنې سره به اوس دې ته اړتيا نه وي چې څوک دې د ويډيو ايډيټنګ اپليکېشن څخه کار واخلي، هر کاروونکى به وکولاى شئ چې له غږ پرته ويډيو ولېږي.

دغه راز په وټساپ کې چې کوم بل په زړه پوری بدلون رامنځته کېږي، هغه د (وروسته يې ولولئ) ده.

دا په اصل کې نوې ځانګړنه نه ده، بلکې په واټساپ کې به د ارکايوز پر ځاى دا راشي.

د يادولو وړ ده چې کله تاسې په واټساپ کې کوم چېټ يا پېغام ارکايوز ته ولېږئ، نو په هماغه چې بل پېغام راشي، نو هغه بيا ستاسې مخې ته په لومړي مخ راځي، د دې لپاره هم په يوه داسې ځانګړنه کار روان دى، چې ياد پېغام په ارکايوز کې وساتل شي.

واټساپ په نړۍ کې يو له هغو رسنیو شمېرل کېږی چې، ډېر کارول کېږي او مينه وال هم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب