پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+د جاوېد امرخېل پر دویمې کوژدې د ښځو توند غبرګون

د جاوېد امرخېل پر دویمې کوژدې د ښځو توند غبرګون

تاند — مشهور افغان او وتلي سندرغاړي جاوېد امیرخېل کوژده وکړه. امرخېل ته د هغه یو شمېر مینه والو مبارکۍ ورکړي، خو ځینو بیا د نوموړي په دې کړنه سخت غبرګون ښودلی، آن ویلي یې دي که چا ورته د دویمې کوژدې مبارکي ورکړه له ملګرتیا به یې لاس واخلي.

ښاغلي امرخېل پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه له خپلو مینه والو مننه کړې چې ده ته یې د کوژدې مبارکۍ ورکړي او پیغامونه یې وراستولي.

هغه زیاتوي: «د کوژدې په شیرني کې به سبا لخیره د شاه زرګرې، لنډې په ویډیویي بڼه ستاسې خدمت ته وړاندې کړم، په درنښت جاوید.»

خبریال، نوراغا نوراني او د جاوېد امرخېل نژدې ملګري امرخېل ته د دویمې کوژدې د مبارکۍ تر څنګ د نېکمرغه راتلونکي هیله کړې: «درانه ملګري او د هيواد خوږ ژبي سندرغاړي جاويد اميرخيل  ته دې نامزادي مبارکه وي .ژوند یې له نيکمرغيو ډک او پل یې بختورشه!»

د ښاغلي نوراني په خبره، د جاوېد امرخېل د ژوند نوې ملګرې ډاکتره ده او په خپله خوښه یې کړې او پخوانۍ مېرمنې سره یې د کورنۍ په خوښه واده کړی و.

خو د جاوېد امرخېل دویمې کوژدې د یو شمېر مېرمنو غبرګونونه راپاروالي او د نوموړي دا کړنه یې غندلې ده.

اسیه محرابي چې د ښځو د حقونو فعاله او په عین وخت کې تکړه هنرمنده ده، پر خپله فېسبوک پاڼه د جاوېد امرخېل له عکس سره لیکلي: « هر چا که جاويد اميرخيل ته د کوژدې(دوهمې ميرمنې) مبارکي ورکړه، زه يې انفرنډوم! يو خو مې والوزوه…»

د خدیجې اکاخېل په نوم یوې بلې مېرمنې داسې لیکلي: « پښتانه چې پيسى پيدا کړى ددى پر ځاى چي خپل ژوند جوړ کړى او خپل ماشومانو باندى تعليم وکړى دا بد کوى په دو کار کې په ژوند کې ددوى ژوند کې تغييرات راشى.»

لیمه وردک بیا وايي: « زما خو هماغه وخت بد ترې راغلل چې ده په خپله یوه مرکه کې وویل په دوهم واده پسې ګرځم.»

۳۳ کلن افغان سندرغاړی له خپلې پخوانۍ مېرمنې درې اولادونه لري چې یوه یې لور او دوه یې زامن دي چې خیبر او درمل نومېږي.

جاوېد امرخېل خپلو مینه والو ته د ګوتو په شمار خو د وطن په مینه مستې سندرې ویلي او د خپلو مینه والو زړونه یې ګټلي دي.

نوموړی له زیاتو مشهورو افغان سندرغاړو څخه دی چې په وروستیو کې یې د سلېمان لایق، رحمت شاه سائل او د سید جېلاني جلان د څو وطني سندرو په ویلو خپل مینه وال نور هم زیات کړي او خپل محبوبیت یې په ټولنه کې ساتلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب