چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeمقالېپه برما کې پر روهینګیایې کډوالو بده ورځ

په برما کې پر روهینګیایې کډوالو بده ورځ

ضیاءالله اختر

په میانمار (برما) کې د روهینګیا وګړو سره دولت له خوا د سخت زور زیاتی کېږي. نړیواله ټولنه یې باید پر وړاندې  اقدام وکړي.

د روهینګیا د وګړو سره د میانمار دولت سخت زور زیاتي او ځورونې نه کار اخلي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي جنرال انتانیو ګیوټرز په خبره د روهینګیا وګړي د نړۍ یو له ډېرو ځورول شويو خلکو له ډلې څخه دي. دا چې د نوموړي هېواد ډېری وګړي بودا مذهبه دي او روهینګیا یو مسلمان نفوسه ولسي ټولی دی په همدې دلیل روهینګیا خلکو ته د غېر قانوني بنګلادیشي کډوالو په سترګه کتل کېږي او د لسیزو راهیسې د بد چلندۍ او زور زیاتي قربانیان دي.

همدارنګه له دوي څخه د رایه ورکولو حق واخیستلی شو او د تابعیت نه بې برخې شو، چې وروسته له دې د یادو خلکو حالت ډېر حساس او ګواښوونکی دی.

تېرو څو کلونو کې تاوتریخوالي ډېروالي وموند د بېلګې په توګه د ۲۰۱۷ کال نظامي عملیاتو په نتیجه کې په زرهاو شمېر روهینګیایې وګړي ووژل شول او سلګونه زره نور د هېواد نه په تېښته مجبور کړی شو.

سره له دې چې کډوال له داسې بد وضیعت نه تېرېږي په تاوتریخوالي کې دوامداره زیاتوالی دوي هېواد ته د ستنېدو نه راګرځوي. همدارنګه د حالت د لا کړکېچن کېدو نه مخکې مخکې باید په یوه موثره حللاره کار وشي.

روهینګیا څوک دي؟

روهینګیا مسلمان ولسي لږکي دي چې د سني اسلام د صوفي تګلارو پلویان دي. د ۲۰۱۷ کال څخه د مخه په برما کې څه د پاسه یو میلیون روهینګیا خلک چې د هېواد ټول نفوس دریمه برخه جوړوي اوسېدل چې ډېره برخه یې په روخیني ایالت کې استوګن وو. دوي له بودایانو سره چې د هېواد د نفوس اکثریت دي له توکمیز، سمتي او مزهبي پلوه ډېر توپیر لري چې په همدې دلیل ریاست له دوي سره ډېر توپیري او متشدد چلند کوي. همدارنګه د دوي د تاریخي مخینې لکه ’پنځلسمه پېړۍ کې د آرانکا امپراطورۍ ته د مسلمانانو پناه وړل‘ نه په ګټه اخیستنې هم دوي په نښه کېږي.

میانمنار دولت د روهینګیا تر نوم لاندې د خلکو شتون نه مني ځکه د کارپوهانو په وینا د یاد نوم له لارې به د روهینګیا خلک په ټوله کې یو سیاسي ادرس خپل کړي.

د ’روهینګیا‘ نوم په اړه که څه هم کره مالومات نشته خو عمومي نظر دادی چې د په روههینګیایۍ لهجه کې د ’روهنګ‘ کلمه ’اراکان‘ نه اخیستل شوې او  ’ګیا‘ په مانا د ’څخه‘ دی.

روهینګیایان د دې لپاره چې ځان د بودا مزهبو نه جلا وښیې تاکید کوي چې دوي د پخواني اراکان سلطنت څخه سرچینه اخلي او له هغوي سره اړیکه لري.

له روهینګیا وګړي له کومو ناخوالو تېر شوي؟

ریاست روهینګیایانو ته د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره د هغوي غوښتنې رد کړي او دوي یې په وچ میدان یې بې سرپرسته او بې وطنه پرېښي. که څه هم په ۱۹۴۸ کال کې د میانمار دولت لخوا د رامنځته شوی تابعیتي قانون په حقیقت کې یو تنګ قانون وو خو دوې لسیزې وروسته کله چې پوځي ډلګۍ واک ترلاسه کړ او د یو نوي قانون د رامنځته کولو له لارې يې له ټولو روهینګیایانو څخه په یو وار تابعیتونه واخیستل.

د  دولت په ۲۰۱۴ کال کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوه غونډه ونیوله چې په پایله کې د روهینګیا خلکو ته په همدې نوم د پېژند د رسمې کولو اجازه ورکړل شوه. وروسته له هغې دولت روهینګیا خلکو ته روهینګیا د نوم پر استعمال بندیز ولګوو او پر ځای یې ورته د بنګالیانو پر نوم د ثبت او ګټې اخیستنې اجازه ورکړه کله چې بودا مذهبه ملت پالو د غونډې پر نوموړې پرېکړې نېوکې وکړې او پر وړاندې یې غبرګون وښود.

د روهینګیایانو سره د نورو ډېرو لارو نه هم زور زیاتی شوی لکه پر دوي د واده محدودیتونه لګول، کورنۍ پرېکړو کې مداخله، همدارنګه د دوي پر مذهبي ازادۍ، ښوونې او روزنې او ګوندیز او تحریکي فعالیتونو محدویتونه لګول شوې وو.د بېلګې په ډول په مانګډاو او بوتېډانګ ښارونو کې مېرمنې او خاوند ته یواځې  تر دوو ماشومانو د زېږون اجازه ده.

 په وحشیانه توګه د دوي ځپل:

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې لاوریټ آونګ سان سوکیې هم د روهینګيا د خلکو پر وړاندې د دولت چلند څخه ملاتړ وکړ.

۲۰۱۷ کال اګسټ میاشت کې، وروسته له هغې چې د اراکاني ’روهینګیایانو د ژغورنې پوځ‘ په نوم پېژندل شوي ډلې پر دولتي پولیسو د بریدونو پړه ومنله تاوتریخوالي ورسره لا زیاتوالی وموند. یادو بریدونو ته په ځواب کې دولت پوځي عملیات پیل کړل چې په پایله کې د روهینګیایانو  په سلهاو شمېر کلي او کورونه ویجاړ شول او نږدې ۷۰۰۰۰۰  اوه سوه زره نورو یې هېواد پرېښودو ته مجبوره شو او ګاونډي هېوادونو ته کډوال شول.

د (Doctors without borders)چې د فرانسې یوه غېردولتي صحي اداره ده وایې چې د تاوتریخوالي په لومړۍ میاشت څه د پاسه ۶۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. راپورونه ښایې چې پوځې ځواکونو په کډوالو د تېښیې په وخت کې ډزې کړي او د بنګلادیش پولې ته نژدې کډوالو ته ماینونه ځای پر ځای کړي. همدارنګه د ملګرو ملتونو د حقیقت موندونکو ټولي د ناوړه چلند خبرتیا ورکړې چې په هغې کې پوځي ځواکونو لخوا د روهینګیايې مېرمنو او ماشومانو سره د جنسي ځورونې ثبوتونه په ډاګه کړي.

د میانمار دولت کړنې د نورې نړۍ سره په پرتله ډېر متشدده او دردوونکې دي.پداسې حال کې چې د میانمار د ازادو پلټنو کمیسیون خبرداری ورکړ چې د نسل وژنې کوم شواهد وجود نه لري له دې سره سره د انساني حقونو پخوانۍ کارکوونکې او میانمار هېواد اوسنۍ سیاسي مشره آنګسن سوکيې ۲۰۱۹ کال دسمبر میاست کې د قضا په نړیواله محکمه کې پر میانمار دولت د نسل وژنې تورونه رد کړل.  همدارنګه ۲۰۱۸ کال اګست میاشت کې ملګرو ملتونو په یو راپور کې میانمار پوځ په دې تورن کړ چې ګواکې پوځ د نسل وژنې په پار جنسي ځورونې او ډلییز بریدونه پر مخ وړي.

د کډوالۍ ناورین

 که څه هم بنګلادېش هېواد نه شي کولای چې په دومره لوی شمېر کډوال ځای پر ځای کړي خو له دې سره سره ډېری بې ځایه شويو بنګلادېش ته پناه یوړه.

په بنګلادېش کې د مېشتو روهینګیایې کډوالو شمېر څه د پاسه  ۹۰۰۰۰۰ نه سوه زره تنو ته رسېږي چې ډېر شمېر یې کاکس بازار ولسوالۍ په ګڼ مېشتو کمپونو کې اوسېږي چې دا د نړۍ په کچه د کډوالو لپاره تر ټولو لوی کمپونو څخه ګڼل کېږي. د بشري حقونو د څار اداره وایې چې د بنګلادېش په کمپونو کې څه د پاسه ۴۰۰۰۰۰ څلور سوه زره ماشومان ښوونې او روزنې ته لاسرسی نه لري. همدارنګه بنګلادېش حکومت نه یواځې دا چې روهینګیایې ماشومان له زده کړو راګرځوي بلکې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ته هم اجازه نه ورکوي تر څو ښوونې او روزنې اسانتیا ورته برابره کړي.

 روغتیایې ادارو څو څو ځلې شیرې، سخت زیړی، تیتانوس، خناق او داسې نورو ناروغیو د پیدا کېدو او خپرېدو اختار ورکړی. همدارنګه د ساري ناروغیو ژر خپرېدا او نه مخنېوی د کمپونو په کمزورې روغتیایې امکاناتو او چاپیریال په ناپاکۍ باندې دلالت کوي د بېلګې په توګه د REUTERS  خبري شبکه وایې چې د کمپونو ۶۰٪ سلنه اوبه ناپاکې دي.

د کمپونو د دومره بد وضیعت تر څنګ کډوال هېواد ته د ستنېدو څخه په کمپونو کې پاتې کېدل غوره ګڼي. د ملګرو ملتونو څېړونکو خبرداری ورکړی چې د میانمار په رخینې ایالت کې د نسل وژنې او متشدده کړنو را تازه کېدو جدي ګواښ شته. د جوشوا کورالنزیک چې  دCRF  نشراتي ادارې کارکوونکی دی وایې ”په بنګلادېش کې د روهینګیایې وګړو لپاره اوسنی بد حالت میانمار ته د ستنېدو څخه غوره دی ځکه که چېرته میانمار ته ستانه شي لا به وځپل شي“.

که څه هم د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د بنګلادېش او میانمار حکومتي چارواکو په زرګونه بې ځایه شویو روهینګیایې کډوالو د وېش پر سر هوکړه وکړه خو روهینګیایې وګړو دا موافقه ونه منله او ادعا یې وکړه چې تر هغې به میانمار ته ونه ګرځي تر څو دوي د خپل تابعیتونو ته ترلاسه نه کړي.

د روهینګیا وګړو سره روان زور زیاتی نور د زغم وړ نه دی او نړیواله ټولنه یې باید پر وړاندی کلک اقدام وکړي.

لیکوال: کامران بایل

ژباړونکی: ضیاءالله اختر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب