شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او چک جمهوریت د هوایي چلند ادارو د تخنیکي همکاریو...

د افغانستان او چک جمهوریت د هوایي چلند ادارو د تخنیکي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

تاند (پنجشنبه د دلوې ۲۳) د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې او د چک جمهوریت د هوایي چلند د خدمتونو ادارې د دواړو هېوادونو تر منځ په تخنیکي برخه کې د همکارۍ یوه هوکړه لاسلیک کړه.

په پراګ کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، دغه هوکړه نن پنجشنبه په کابل کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند د اداری رییس محمد قاسم وفایي زاده او د چک جمهوریت د هوایي چلند خدمتونو د ادارې د رییس یان کلاس له خوا لاسلیک شوه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ددې تړون په اساس به چکي کارپوهان د هوایي چلند په برخه کې افغان کارمندانو ته روزنه ورکوي، تخنیکي خدمتونه به اسانوي، د هوایي مخابراتي سیستم اسانتیاوې به رامنځته کوي، او د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې له اړتیاوو سره سم به روزنیز پروګرامونه ترتیبوي.

سرچینه وايي، د دې ترڅنګ، د چک جمهوریت د ملکي‌ هوایي چلند اداره به د افغانستان د ملکي هوایي چلند د انسټیټیوټ ظرفیت داسې پياوړی کوي چې په یوه معیاري انسټیټیوټ بدل شي او په کور دننه روزنیز پروګرامونه وړاندې کړي.

په پراګ کې د افغانستان سفارت وايی، د یادو تخنیکي چارو او خدمتونه وړاندې کول او ترسره کول به د دواړو خواوو په ګډه مالي مرسته ترسره کیږي.

چک جمهوریت له ۱۳۸۰ لمریز کال راهیسې د ناټو په چوکاټ‌ کې په افغانستان کې پوځي حضور لري، او له ۱۳۹۵ کال راهیسې د متحده ایالاتو په مالي مرسته په خپلو هوایي پوهنتونونو کې افغان پیلوټانو ته روزنه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب