جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهننګرهارکې د (۰۲ قطعې) پرکاروان چاودنه شوې

ننګرهارکې د (۰۲ قطعې) پرکاروان چاودنه شوې

تاند ( پنج شنبه، د دلوې ۲۳) د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو ( ۰۲ قطعې) پر کاروان د سړک غاړې ماین چاودنه کړې.

د دې ولایت د رسنیو دفتر وایي چې د چاودنې له امله د دې قطعې یو رېنجر موټر اور اخیستی دی.

سرچینه وایي په چاودنه کې څوک وژل شوي نه دي خو زیاتوي  یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

د سرچینې په خبره د ټپيانو حالت ښه دی.

بل لورته عيني شاهدان وايي، نن مازدیګر د ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پر یو رینجر موټر چاودنه شوې او ورسره ډزې هم پیل شوې دي.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د یادونې ده چې نن سهار د ننګرهار کامې په ولسوالۍ کې هم ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی وو.

دا چاودنه بیا د یادې ولسوالۍ په دارګلۍ کلي کې د الماس په نوم د یو کس پر شخصي موټرد نښلېدونکي ماین له امله شوې.

امنیتي سرچینې وایي په دې چاودنه کې الماس وژل شوی  او یو بل تن ټپي شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...