شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeسپورتبنګله دېش په ۸۹ منډو افغانستان ته ماته ورکړه

بنګله دېش په ۸۹ منډو افغانستان ته ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۱ مه) د کرکټ د اسیايي جام سیالیو په دوام کې نن د افغانستان او بنګله دېش ټیمونه مخامخ شول.

بنګله دېش پچه وګټله او لومړی یې بیټنګ وکړ. بنګالي لوبغاړو خورا ښه بیټنګ وکړ. افغان لوبغاړو ته یې ډیر لوړ هدف؛ یعني ۳۳۵ منډې وټاکه.

له پیله څرګنده وه چې دا ډیر لوړ هدف دی او باور نه کیږي چې افغان لوبغاړي، چې یو څه ژر فشار ته تسلیمیږي، هدف ته ځان ورسوي.

هماغه و چې رحمان الله ګوربز په اوو توپونو یوازې د یوې منډې له کولو وروسته وسوځېد خو ابراهیم ځدراڼ ډیر ښه بیټنګ وکړ.، ده په ۷۴ توپونو ۷۶ منډې وکړې.

د رحمت شاه بیټنګ تر ډېره ټیستلوبې ته ورته و، ده په ۵۷ توپونو ۳۳ یې منډې وکړې. خو کیپتان حشمت الله شهیدي په ۶۰ توپونو ۵۱ منډې وکړې. له دوی پرته یوازې راشد خان نسبتاً ښه بیټنګ وکړای شو. ده په ۱۵ توپونو ۲۴ منډې وکړې.

خو داسې ښکاري چې راشد خان په وروستیو کې په خپله اصلي برخه یعني باولینګ کې د پخوا په شان په فام کې نه دی. ده نن هیڅ بنګالي لوبغاړی ونه سوځولی شو. او په نسبي ډول یې ډیرې منډې ورکړې.

د راشد خان ترڅنګ فضل حق فاروقي په وروستیو لوبو کې، په تیره بیا تر اسیايي جام مخکې د پاکستان په وړاندې له دوهمې مسابقې راوروسته په فام کې نه دی او حتي له بتګله دېش سره د نننۍ سیالۍ په لومړي اور کې یې ۱۵ منډې ورکړې چې دې کار د بنګالي بټس منانو روحیه پیاوړې کړه.

ده نن په ۶ اورونو کې ۵۳ منډې وکړې حال دا چې کریم جنت په ۶ اورونو کې ۳۹ منډې ورکړې.

په ۸۹ منډو پر بنګله دېش ماتې بل پړاو ته د افغانستان د وتلو چانس خورا کمزوری کړ. که دا لوبه په لږ توپیر افغانستان بایللې وای مګر له سریلانکا څخه یې راتلونکې مسابقه په لږ توپیر هم ګټلې وای، د افغانستان چانس ته هیله کېدای شوای.

کومان نه کیږي چې افغانستان دې په ډیر لوی توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب