Homeخبرونهملا یعقوب له ترکیې څخه د نورو بشري او اقتصادي مرستو غوښتنه...

ملا یعقوب له ترکیې څخه د نورو بشري او اقتصادي مرستو غوښتنه وکړه

تاند: (یکشنبه، د وږي ۱۱ مه )  د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد نن په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګينای سره لیدلي.

د نوموړي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دا لیدنه د ملا یعقوب په دفتر کې شوې او بېلابېل موضوعات او له هغې ډلې د اړیکو پراختیا پکې بحث شوې ده.

ویل شوي، چې ښاغلي مجاهد له ترکیې څخه له افغانستان سره د بشري او اقتصادي همکاریو له امله مننه کړې ده.

دغه طالب مقام په داسې مهال له ترکیې څخه د نورو بشري مرستو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې ورځ تربلې د اقتصادي او بشري ناورین د شدت خبرونه ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په یوه راپور کې وویل، چې د طالبانو د مداخلو او خنډ جوړولو له امله د څه باندې ۵۵ بشري مرسته رسوونکو بنسټونو فعالیتونه په افغانستان کې ځنډیدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...