یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال سازمان: افغان ماشومان په نهرو ګېډو ښوونځیو ته ځي

د خوړو نړیوال سازمان: افغان ماشومان په نهرو ګېډو ښوونځیو ته ځي

تاند: (یکشنبه، د وږي ۱۱ مه )  د خوړو نړیوال پروګرام “WFP” وايي، په افغانستان کې د هرو لسو کورنیو له ډلې؛ نهه کورنۍ کافي خواړه نه‌لري او له دې امله ډېری ماشومان تشه معده ښوونځیو ته ځي.

دغه پروګرام دا هم ویلي، چې د ښوونځیوماشومانو ته یې د انرژي لرونکو بسکیټو وېش پيل کړی.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د پوهنې چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده،چې یو شمېر افغانان پر ورته مرستو له نیوکو سره وایي چې لګښتونه پرې خورا زیات کیږي، خو چندان د پام وړ پایله نه لري.

دوی ټینګار کوي، چې د طالبانو رژیم او نړیوال باید د نه تعامل ناندرۍ خلکو ته د اساسي بشري مرستو له رسولو څخه لرې وساتي او میلیونونه وږي افغانان د خپلو سیاسي غوښتنو لپاره اسېر او قرباني نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب