یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهامریکا: په کابل د سفارت د تړلو پلان نه لرو

امریکا: په کابل د سفارت د تړلو پلان نه لرو

تاند(شنبه، د سرطان ۱۳) امریکا وایي په کابل کې یې سفارت پرانیستی دی او پرانیستی به وي.

په کابل کې د امریکا سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د ولسمشر بایډن له لارښوونې سره سم به امریکا په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکی ږدي خو ديپلوماتیک حضور به یې ادامه ولري، څو یې له دې لارې د افغانستان له خلکو سره همکارۍ دوام پیدا کړي.

امریکا وایي، په کابل کې د خپل سفارت د تړلو لپاره هېڅ پلان نه لري.

په دغه ټوېټ پیغام کې راغلي چې امریکا د افغانستان اوسنی وضعیت له نږدې څاري او د اړتیا په صورت کې به یې د ښه کېدو او حضور په اړه پرېکړه وکړي.

پرون د وال سټریټ ژورنال په یوه راپور راغلي و، چې په دې وروستیو کې د افغانستان خراب امنیتي وضعیت امریکایي چارواکي هم اندېښمن کړي او هغوی غواړي چې د خپلو ډیپلوماټانو د اضطراري وتلو لپاره پلان جوړ کړي تر څو د وضعیت د لا بې ثباته کېدو په صورت کې خپل وګړي هر څه ژر له دغه هېواده وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب