Homeخبرونهپکتیا کې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه...

پکتیا کې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه وژلي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۱۳ مه ) د پکتیا ولایت رسنیز دفتر وایي، د دې ولایت مرکز ګردېز ښار کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوې دي.

د دغه ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یو ځای پر ځای شوي ماین نن یکشنبه/ ۱۳ /د سرطان مرکز ګردېز ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «رباط» سیمه کې د ملکي وګړو پر یوې سراچه ډوله موټر چاودلی دی.

د یاد رسنیز دفتر خبرپاڼه زیاتوي چې دغه ماین د طالبانو ډلې له خوا ملکي وګړو د تګ راتګ پر یوې فرعي لارې ځای پر ځای شوی و.

سرچینه وایي، دغه ماین چاودنه کې د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون څلور تنه ملکي وګړي وژل شوې دي.

د پکتیا ولایت رسنیز دفتر یاده خبرپاڼه دغه راز وایي چې همدا نن یې د څلورمې امنیتي حوزې پولیسو له لوري د رباط په ساحه کې د طالبانو له لوري خښ کړل شوي څلور ماینونه کشف او له منځه وړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو له لوري د سړک غاړې ماین د ملکي وګړو پر موټر چاودنه کوي؛ مګر تر دې وړاندې هم د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو د دا ډول چاودنو او پکې ملکي وګړو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکړل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...