یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغان او تاجک ولسمشرانو خبرې؛ د تاجکستان خاورې ته ۳۰۰ افغان...

د افغان او تاجک ولسمشرانو خبرې؛ د تاجکستان خاورې ته ۳۰۰ افغان سرتېري وراوښتي

تاند (یکشنبه د سرطان ۱۳) د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره ټلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دغې ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د هغو افغانانو په هکله چې تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې د طالبانو «د ظلم او تاوتریخوالي» له امله دغه هیواد ته ورغلي، خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پر رامنځته شوي وضعیت اندېښنه وښوده.

ارګ وايي چې ولسمشر غني د افغانانو پر وړاندې د تاجکستان د ښه نیت قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې افغان دولت د خپلو هیوادوالو پر وړاندې مسؤل دی او ژر به دوی ته د رسیدنې په موخه لازم او عاجل اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تاجک چارواکو ویلي، د افغانستان له بدخشان ولایته له درې سوه زیات افغان سرتیري پر پوله اوښتي او د دې هېواد خاورې ته ننوتي.

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې د معلوماتو له مخېو تاجک چاروکو د بشر پالنې اصولو او ښه ګاونډیتوب ته په پام دغو سرتیرو ته اجازه ورکړه چې د تاجیکستان خاورې ته داخل شي.

د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو بدخشان د افغانستان په شمال کې هغه ولایت دی چې په دې وروستیو کې یې ډېرې ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولي دي.

2 COMMENTS

  1. TAJIKISTAN HAVE A BEST PRESIDENT IN THE WORLD.
    HE IS A GOOD NEIGHBOOR AND ALSO GOOD FOR TAJIKISTAN PEOPLES.
    ZENDA BAAD IMAAM ALI RAKHMAN OOF PRESIDENT OF TAJIKISTAN
    TAJIK PRESIDENT MUCH BETTER FROM IRAN&PAKISTAN.
    DEATH ON PAKISTANI &IRANI GOVERNMENTS.
    THANKS FROM TAAND WEB LOG

  2. تاجکستان اویا کاله کمنیستی تیره کړه اوس پکی تعلیم، صحت، اوبه ،واکسین، پوهنتون، برق، خوشحالی، عدالت، قضا، قانون. ترانسپرت، نظافت، باغونه، ډوډي، امن…. لنډه دا چی د اسلام له مبارک دین او بشری اقتضا سره سم هرڅه شته آن له چټلستان څخه راغلی مجاهدین اوس هلته ځی اسلام زده کوی لکه ډاکتر عاطف د اصلاح دټولنی مشر چی دیرش کاله پاکستان کی له اسلام لری پاتی و خو تاجکستان کی یی انسانی او اسلامی ژوند ولید نو ښه ده چی د ایران او پاکستان څیره رسوا شوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب