جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهغور کې لسګونو مېرمنو د نظام او افغان ځواکونو په ملاتړ وسلې...

غور کې لسګونو مېرمنو د نظام او افغان ځواکونو په ملاتړ وسلې پورته کړي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۱۳ مه ) غور ولایت کې لسګونو مېرمنو د نظام په ملاتړ  وسله وال پاڅون کړی دی.

دوی نن د یکشنبې په ورځ د دې پاڅون پرمهال وویل چې له امتیاز پرته د خپل هېواد، سیمې، کلي او کور ساتنه کوي.

پاڅون کوونکو مېرمنو وویل، اجازه نه ورکوي چې د طالبانو توره دوره بیا تکرار شي.

دوی چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده د طالبانو پر وړاندې له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د غور ولایت دغو مېرمنو وویل چې د اړتیا په صورت کې به د خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د خپلې خاورې په کلکه دفاع وکړي.

پاڅون کوونکو زیاته کړه، چې هېچا ته به اجازه ورنکړي، څو د دې هېواد د تېرو ۲۰ کالونو لاسته راوړنې له منځه یوسي او یو ځل بیا افغانستان په کورنیو جګړو کې ښکیل کړي.

د غور تر څنګ دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد زرګونه ولسي پاڅونوال جګړې ته تیار شوي او د افغان ځواکونو په ملاتړ یې د جګړې اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو وروستیو جګړو کې د ځینو ولسوالیو د سقوط خبره کړې خو کورنیو چارو وزارت وایي چې په یو شمېر سیمو کې امینتي او دفاعي ځواکونه د ولسوالیو له مرکزونو څخه په مؤقت ډول بل ځا ته لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې د هېواد د ځینو ولسوالیو بل ځای ته لېږدول د سقوط مانا نه لري.

ارین زیاته کړې چې یو شمېر ولسوالیو څخه امنیتي ځواکونه بل ځای ته تللي دي او د سقوط اوازې یې سمې نه دي.

د کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال دي چې وسله والو طالبانو له تېرې شپې راهیسي د ځینو ولسوالیو د سقوط ادعا کړې ده.

وسله والو طالبانو د کندهار د پنجوايي، د پکتیکا د زېړوک او د بدخشان د کوفاب، ارګو او کوهستان ولسوالیو د نیولو خبره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب