جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچین له افغانستان سره د ۶۱۶ اکسیجن تولیدولو ماشينونو مرسته وکړه

چین له افغانستان سره د ۶۱۶ اکسیجن تولیدولو ماشينونو مرسته وکړه

تاند (یکشنبه د سرطان ۱۳) په چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم وايي چې د تېرو مرستو پر دوام، چین له افغانستان سره د ۶۱۶ اکسیجن تولیدولو ماشينونو مرسته وکړه.

که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د ښاغلي قایم په خبره د دې مرستې لومړۍ جوپه چې ۵۱۶ ماشینونه دي نن سهار کابل ته رسېدلي او پاتې ۱۰۰ نور به یې سبا کابل ته ورسېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې دا ماشینونه په یوه دقیقه کې د ۱۰ لیتره اکسیجن تولیدولو وړتیا لري.

د چارواکو په خبره د غو ماشینونو په فعالېدو سره به په افغانستان کې د اکسیجن د کمښت ستونزه تر ډېره حده هواره شي.

چین تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د کورونا ضد مبارزه کې د پام وړ همکاري کړې ده او د کورونا ضد واکسین یې افغانستان ته ورکړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې د کورونا وبا ۱۲۴۳ نور پېښې ثبت شوي دي.

دا وزارت وايي چې په همدې موده کې په کورونا اخته ۸۴ تنه مړه شوي او ۸۰۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱ لک او ۲۵ زره او ۹۳۷ تنو ته او د مړه شویو هغه بیا ۵ زره او ۲۸۳ ته لوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب