جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو له «بدنام لېست» څخه د افغان پولیسو نوم واېستل...

د ملګرو ملتونو له «بدنام لېست» څخه د افغان پولیسو نوم واېستل شو

تاند (یکشنبه د سرطان ۱۳) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ملګرو ملتونو د افغان پولیسو نوم د یاد سازمان له «بدنام لېست» څخه اېستلی دی.

دغه وزارت نن یکشنبه د ملګرو ملتونو سازمان د دغې پرېکړې د هر کلي ترڅنګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په ۲۰۲۰ کال کې د ماشومانو او پوځي شخړو په اړه راپور کې د ماشومانو د ګمارنې او ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالي مخنیوي برخه کې د افغانستان د پولیسو د عمل پلان تطبیق بریالی بللی و.

د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۳۸۹ کال کې په جګړه کې د ښکېلو پولیسو په لیکو کې د ماشومانو د حضور له امله د افغانستان نوم په دغه لېست کې داخل کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدارنګه له نړیوالو بنسټونو او نورو هیوادونو څخه غوښتل شوي چې پر طالبانو او نورو وسله والو ډلو باندې فشار وارد کړي څو د ماشومانو پر واندې له تاوتریخوالي لاس واخلي او په جګړیزو لیکو کې یې له ګمارلو څخه راوګرځوي.

ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان په ورکولو سره په پوځي لیکو کې د ماشومانو ګمارل جرم ګڼلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...