جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+پوځي  قانون| جنرال دولت وزیري

پوځي  قانون| جنرال دولت وزیري

د سرتېري دنده د ژوند تر وروستۍ سلګۍ جنګېدل دي، تر هغو د هېواد دفاع کوي، چې وس یې رسېږي. کله ناکله مجبورېږي چې ځینې تاکتیکي حرکتونه وکړي.

په پوځي دکتورينو کې ځينې وختونه د يوې سیمې خوشې کول جواز لري، خو په هغه صورت کې چې:

لومړی-

 کله چې ډېر غښتلي وي او غواړي چې پر دښمن کلکه ضربه وارده کړي، په قصدي توګه سیمه خوشې کوي، دښمن پر خپله خوا راکشوي او بيا وروسته کلک ګوزار ورباندې کوي. دا کاړ هغه وخت ګټور وي چې د یوه دقیق پلان له مخې وشي.

دويم-

 کله چې وغواړي د يوې ښې مدافعې په احضارولو سره دښمن ته ډېره مرګ ژوبله واړوي او ښه يې وځپي. دلته هم ډېر دقت او ډېره اکتیفه مدافعه په کار ده.

درېیم-

کله چې غواړي له څو وړو جزوتامونو څخه لوی جزوتام جوړ او پر دښمن يرغل کوي. دا کار هم ډېره هوښیاري او محرميت غواړي، چې باید د دښمن په لومه کې ونه لوېږي.

څلورم-

 کله چې یوه سیمه له سیاسي، اقتصادي او پوځي پلوه ډېره د اهمیت وړ نه وي په دې کار سره هم بايد داسې لارې چارې وسنجول شي چې په لوی لاس د سرتېرو او په جګړه کې د ښکېلو پوځیانو مورال او انګېزې ته زیان ونه رسیږي.

پنځم-

کله چې د سیمې د ساتلو لپاره کافي ځواک ونه لري.

شپږم-

کله چې په جبري توګه د دښمن له خوا د فشار په پایله کې سیمه خوشې کوي. په دې حالت کې بايد په دويمه قدمه کې ډاډمنه مدافعه تاسیس او د دښمن د نور پرمختګ مخه ونيول شي.

هیله ده:

زموږ ځواکونه يې د لومړۍ، دويمو او درېيمو موخو په خاطر سیمې خوشې کړي.

يادونه:

په پوځي دکتورينو کې کله ناکله د دې لپاره د سیمې او یا سيمو د خوشې کولو جواز شته، چې غواړي په سوړو کې پټ دښمن بربنډ، هويت او موخې يې هېوادوالو او نړیوالو ته ښکاره کړي. له دې سره هغه اهريمنې ډلې چې له دوی څخه ملاتړ او د دوی اکمالات کوي بربنډې شي. په دې وخت کې د دښمن پر ډلو د ګوزار چاره هم اسانه کېږي.

دوهه، په پاکستان کې کورونه او په کراچۍ کې يې درملنه لوړې بېلګې دي. دا هغه څه چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شید رشید هم تایید کړي دي.

که چېرې دا ټولې کړنې د یوه منظم او دقیق پلان له مخې تر سره نه شي او د جګړې د هنر او پوځي دکتورينو په حواله عمل ونه شي، بیا نو:

                           « پو په خپله پو »

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب