پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د افغانستان د نجونو فوټبال لوبډله تاجکستان سره لوبه لري

د افغانستان د نجونو فوټبال لوبډله تاجکستان سره لوبه لري

تاند ( یک شنبه، د سرطان ۱۳) ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د نجونو فوټبال ۱۷کلنه لوبډله نن د فوټبال د مرکزي اسیا سیالیو پر دوام له تاجکستان سره لوبه ترسره کړي.

دا لوبه نن شپه څه باندې ۹ بجې د تاجکستان په دوشنبې ښار کې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه له ایران سره  ترسره کړه، چې ۶ د صفر په مقابل کې یې ماتې ومنله.

د افغان لوبډلې روزونکې وایي، په خپل ټیم او لوبغاړو باور لري، چې د تاجکستان لوبډله به ماتې سره مخ کوي.

په تاجکستان کې دا لوبې د جون په ۳۰ مه نېټه پیل شوې او د جولاي تر ۹مې نېټې به دوام ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...