پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهدفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي

تاند (یکشنبه د سرطان ۱۳) د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بېلا بېلو ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره د نښتو پرمهال د ۲۶۴ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

دفاع وزارت نن یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه شمېر وسله والو طالبانو ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، کندهار، هرات، غور، فراه، سمنګان، هلمند، بدخشان او کابل ولایتونو مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې ۱۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲۱ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو د طالبانو له خوا په بېلا بېلو سیمو کې ۱۱ ځای پر ځای کړي ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.

طالبانو بیا په همدې موده کې د یو شمېر ولسوالیو د نیول کېدو خبر ورکړی، خو د یادې مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...