Homeخبرونهامرالله صالح: طالبان پر افغانانو د حکومت کولو وړتیا نه لري

امرالله صالح: طالبان پر افغانانو د حکومت کولو وړتیا نه لري

تاند (یکشنبه د سرطان ۱۳) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې طالبان نه شي کولی په افغانستان واکمن شي او نه هم یاده ډله د حکومت کولو وړتیا لري.

ښاغلي صالح پر خپل ټویټر لیکلي چې دوی اوسمهال د یووالي لپاره یو لوی فرصت ګوري ځکه چې په خبره یې، د هېواد د هرې سیمې خلکو خپلو ځایونو ته د افغان ځواکونو او کمانډویانو د ورتګ غوښتنه کوي.

بلې خوا طالبانو تازه په خپلو خبرو کې ویلي چې د مې له لومړۍ نېټې راپه دېخوا یې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې ۱۴۳ ولسوالۍ نیولې دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو له‌ خوا په دې شمېر د ولسوالیو د نیولو ادعا ردوي او وايي چې د طالبانو دا ادعا د یوې ولسوالۍ په ټوله جغرافیه کې صدق نه کوي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي، د یو شمېر ولسوالۍ له ځینو سیمو افغان ځواکونه بل ځای ته تللي چې دا د سقوط په معنی نه ده.

د ښاغلي آرین په خبره، طالبان د هېڅ‌ ولسوالۍ د ساتلو وړتیا نه ‌لري او غړي یې په لېرې پرتو سیمو کې په پاشل شوي ډول پراته دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، هغو سیمو کې چې طالبانو پرمختګ کړی، شتون یې لنډمهالی او تل ‌‌پاتې نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...