Homeخبرونهننګرهار او لغمان کې ۷۶ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

ننګرهار او لغمان کې ۷۶ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند ( یک شنبه، د سرطان ۱۳) ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي، د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې تېره شپه افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول صاحبزاده تاند وېب پاڼې ته وویل، چې په دې عملیاتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.

نوموړی دغه راز د یوه بل خبر له مخې وایي، د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال د طالبانو د سيمه ايزو قوماندانانو په ګډون ۵۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سید مقصود صاحبزاده زیاتوي، دا عملیات د افغان هوايي ځواک په ملتیا نن سهار پر طالبانو ترسره شول، چې پرمهال يې د یادې ډلې د سیمه ایزو قومندانانو غزالي ، قاري هارون او توحيد په ګډون ۲۲ طالبان وژل شوي او ۳۱ يې ټپيان دي.

سرچینه وایي، په یادو دواړو عملیاتو کې د طالبانو درنې او سپکې وسلې له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...