جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د سولې په اړه د دوحې مذاکرات هېڅ راز پرمختګ نه...

عبدالله: د سولې په اړه د دوحې مذاکرات هېڅ راز پرمختګ نه لري

تاند ( یک شنبه، د سرطان ۱۳) د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د دوحې خبرې هېڅ راز پرمختګ نه لري خو طالبانو جګړې شدیدې کړې دي.

هغه له سي ان ان سره په خبرو کې منلې چې طالبانو ګڼې ولسوالۍ نیولې دي، خو په وینا یې دغه ډله دومره پیاوړې نه ده، چې حکومت سقوط کړي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه ګنګوسې ناسمې بللي، چې ګواکي طالبان به په څو میاشتو کې افغان حکومت سقوط کړي.

د عبدالله عبدالله په وینا طالبان یو ګواښ دی خو دومره جدي خطر نه دی چې حکومت دې سقوط کړي.

نوموړي په دې حساسو شرایطو کې یو ځل بیا د سیاسي څېرو او ډلو پر یووالي ټینګار کړی دی او ویلي یې دې، چې ټولو اړخونو ته په کار ده چې د هېواد د ساتنې او سوکالۍ لپاره سره یو لاس شي او د روانې جګړې د ختمولو هڅه وکړي.

عبدالله عبدالله داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې تازه طالبانو له تېرې شپې راهیسې د ځينو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.

د راپورونو له مخې طالبانو د کندهار د پنجوايي، د پکتیکا د زېړوک او د بدخشان د کوفاب، ارګو او کوهستان ولسوالیو مرکزونه هم نیولي دي.

افغان حکومت بیا وایي چې دوی د وسله والو طالبانو پر ضد په ګڼو ولسوالیو کې پراخ عملیات پيل کړي دي او په دې لړ کې یې ځينې ولسوالۍ بېرته له دغه ډله نېولې دي.

1 COMMENT

  1. پر مختګ چي په جنګ کي کیږي نو طالب خو څه لیونی نه دی چي خبرو ته کښیني!

    ستا هغه بکس کي څه شی وو چی امریکا کي دي هاخوادیخوا ګرزاوو، ملت په تشویش کي ده معلومات لازم دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب