دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د اڅک د پلار نکلونه/ پوهاند دوديال

د اڅک د پلار نکلونه/ پوهاند دوديال

(له ولسي فوکلور څخه –دوهمه برخه)

د شپې ډوډۍ خوړل شوې وه، اڅک پلار ته وویل چې دوی  ته د تیرو شپو په شان بیا یو نکل ووایی.  پلار به زیاتره وختونه د سوی او ګیدړې،  دزمری او موږک، د نیکی او بدی او دیوانو کیسې کولی. نن اڅک او دده خور کوټه کې ناست وو، چې د پلار نکلونه وا وري. پلار دوی ته وویل : نن به درته د مومن خان نکل وکړم: 

وو نه وو، یو کلی و، شاوخوا یې لوړ چنارونه وو او څلورو خواوو ته یې لارې تللې وې، له کلي پورته دغره په لمن کې شنې کروندې وې، خلکو للمي پکې کرل، بل اړخ ته به یې وزې او پسونه پېول. د دغه کلي خلکو به ژمی له دغه غره څخه د تناره او پخلي لپاره بوټي راوړل. په غره کې د غوزانو، څېړۍ، نښترو او جنغوزیو ونې ښې ډېرې وې، یو وخت له اوو سیندونو او اوو غرونو څخه پورې غاړه د کوه قاف د غره له دیوانو د هغوی ښامار راوتښتېد او د دغه کلي په سر پورې لوړ غره ته راغی. د همدغه کلي په سر پورې یې په غره کې منجوله ووهله او دېره شو. د کوه قاف د دیوانو دغه ښامار یو ډېر خونړی او غټ ښامار و، له بنیادمانو سره یې دښمني وه، په لسو ورځو کې به یې یو تن خوړ، ښامار به چې هر ځل ساه کښله، د غوزانو او د څېړیو د ونو ښاخونه به وښورېدل چې بېرته به یې له خولې نفس راکښه، د خاورو او دوړو لړۍ به هوا ته پورته شوه. غرمه مهال به یې چې سر پورته کړ، په ټول کلي به یې سیوری پرېوت، د شپې به یې له سترګو سره اورونه بادېدل، بده بلا وه. – خوراک یې بنیادم و، لس-لس ورځې وروسته به یې له کلي څخه یو زلمی یا یوه پېغله غره ته پورته کوله او هغه به یې خوراک و. کلیوال ډېر وېرېدلي وو. په ټولو ماتم و. په یوه دوو میاشتو کې د کلي څو تنه ځوانان او څو تنه پېغلې د ښامار خوراک شول، د ښامار ژبې دوه سرونه درلودل، کله به يې چې یو ځوان خوښ شو، ژبه به يې را وایسته، له خولې به یې اورونه راووتل د اوږدې ژبې یو سر به يې د ځوان له ملا تاو کړ او ایسته به يې هغه له ځان سره یووړ، د هېچا وسه ورسره نه کېده، څوک ورڅخه پټېدای یا تښتېدای نشوای. ښامار کوټو ته هم په خلکو پسې خپله ژبه د ننه کوله. د هغه د راتګ ورځ معلومه وه. پوره لس-لس ورځې وروسته به په خوړ کې غرمه مهال له غره کوږ وږ راکوز شو، سرې سترګې به یې وې، پلن غټ سر یې و، کلي ته نږدې به یې سر پر ځمکه کېښود، ژبه به یې راوویسته او یو نه یو به يې له ملا څخه ونیو او بېرته به د غره په خوا روان شو. نیول شوي زلمي به ډېرې خوارۍ وکړې؛ خو ځان يې نشو خلاصولای، بس نصېب او قسمت، هر څوک به چې په ګیر ورغی .

اڅک او خور یې وېرېدلي وو، دوی يې له پلار څخه وپوښتل:- ابا! اوس هم ښاماران او دېوان شته؟- نه زویه، اوس کلي روښانه شوي دي. په ښوونځیو کې خلک ډېر بیدار او هوښیار شوي دي. خلک په جهازونو کې په هوا ګرځي. خلکو د پوهې او حکمت په زنځیرونو دېوان او ښاماران وتړل، د پخوا زمانې خلکو ډېر څه نه درلودل، د خواریو ژوند يې و.

دا  وخت پلار اڅک ته وکتل او ورڅخه يې وپوښتل: پوهېږې چې دا غټ ښامار چا ورک کړ؟

نه ابا، خلکو څه وکړل چې دغه ښامار يې له غره څخه ورک کړ؟

 زویه! په کلي کې یو تکړه ځوان و، نوم یې مومن خان و.  مومن خان له ځان سره هوډ وکړ چې که دا ځل ښامار له غره څخه په لوی وچ خوړ کې د کلي خوا ته راته؛ نو د یوې غټې تیږې تر شا به ورته پټ شي او په تېره توره به یې سر غوڅ کړي. پلار د کوټې چت ته ګوته ونیوه او تر ټولو غټ لړ يې اڅک ته وښود او ويې ویل: زویه مومن خان دومره یوه وسپنه پیدا کړه. دا یې د کلي پښ ته ورکړه چې غټه تېره توره ورڅخه جوړه کړي. وسپنه ډېره درنه وه. درېیو تنو هغه نشوای اوچتولای. پښ لس ورځې هغه په اور کې سره کړه، بیا یې په ډېرو درنو او غټو څټکونو هغه پلنوله، تر دې مهاله ښامار له کلي یو ځوان او یوه بله پېغله هم خوړلې وه. په دوولسمه ورځ توره پلنه شوه. درې ګزه اوږده او یو ګز پلنه توره وه. کله چې پلار د تورې دپلنوالی خبره کوله ، نو لاسوونه په هوا کې یو بل څخه لرې لرې ونیول. ایله اڅک او خور ته یې د تورې دپلنوالی اندازه ولګیده.  پلار دوی ته خنل او دوام یې ورک:

څلور ورځی پښ د هغې په تېره کولو تېر کړل. کلیوال به هره ورځ د پښ د بټۍ مخې ته راتلل او د هغه د څټکونو درنګ و درونګ غږونه به يې اورېدل. ټولو دُعا کوله چې توره ژر جوړه شي. په بله ورځ توره ښه تېره شوه.  پښ مومن خان ته خبر ورکړ.

مومن خان سهار مهال دوه سوکړک تر ملا وتړل، د خپلې مور او پلار لاسونه یې ښکل کړل او د پښ له هټۍ څخه یې توره راپورته او په اوږه يې کړه. مومن خان ملا کلکه تړلې وه. د هغه خوړ په لوري روان شو چې نن په لسمه ورځ بیا ښامار په هغې لاره کلي ته راکوزېده، ډېرې ښځې او پېغلې بامونو ته ختلې وې او په مومن خان پسې یې کتل، هغه درنه او تېره توره په اوږه کړې وه چې درېیو تنو نشوای پورته کولای. کلیوال د کلي تر وروستي برید پورې ورسره لاړل. نور یې هغه په خدای وسپاره او دوی بېرته را ستانه شول. د سهار لمر د هغه توره داسی ځلوله چې د هر چا سترګې يې برېښولې، کلیوالو په هغه پسې کتل، ټولو لاسونه پورته کړل او مومن خان ته يې د بري دُعا وکړه.  مومن خان وار په وار لرې کېد او وچ خوړ ته په رسیدو له سترګو پنا شو. 

نن غرمه ښامار بیا کلي ته راته، هېڅوک نه پوهېدل چې څه به وشي. مومن خان خوړ ته نږدې د یوه هسک کمره اړخ ته په تمه کېناست، د خپلې تورې تېره څوکه یې وازمایله، ښه پوره تېره وه. هغه به کله د خوړ شګو ته کتل چې وار په وار یې لمر تودوي او کله به یې د غره په اړخ کې د غوزانو، څېړیو او نښترو ونو ته کتل. مومن خان ښه پوهېده چې نن هغه بدمرغه لسمه ورځ ده چې غرمه مهال د تل په شان ښامار راوځي او مخ په کلي لکه خونړی سیلاب رابهېږي او یو تن قرباني له ځان سره وړي.

***

اڅک او خور یې ډیر ویریدلی وو. له ویرې یې د کړکۍ خوا ته نشو کتلای. پلار  دوی ته  وخندل نکل یې وغځاو:  مومن خان په همدې سوچ کې و چې د خوړ دوو خواوو ته ونې وښورېدې لکه تونده سیلۍ چې لګېدلې وي. لږ وروسته د خوړ له منځه خاورې او دوړې پورته شوې، د څېړیو او غوزانو ونې وښورېدې، د تیږو او شګو د ښويېدو غږونه شول، د ونو ښاخونه یو پربل ولګېدل او د ښامار تاوجن نفس بوړبوکۍ هوا ته پورته کړه. همدا وخت لکه د سیلاب په شان د شرهار او پشهار غږ واورېدل شو، مومن خان خپلې درنې تورې ته لاس کړ او د برید کولو لپاره یې وازمایله. د خوړ په بر کږلېچ کې ښامار راښکاره شو، سرې سترګې یې وېروونکې برېښېدې، کله به یې اوږده تکه توره دوه سرې ژبه راکښله او بیا به یې بېرته ستوني ته تېره کړه. د ښامار مخې ته شګې ښویېدې او د خلکو غوښو او وینو ته وږی او تږی ښامار مخ په کلي را روان و. هغه شېبه په شېبه د دغه کمره اړخ ته رانږدې کېده، چې مومن خان یې شاته ورته غلی ناست و. د ښامار په سپږمو د آدم بوی ولګید، سوږمې یې پراخه شوې. د کمره له اړخه په تېرېدو کې و چې مومن خان خپله توره پورته کړه، توره د لمر وړانګو ته وځلېده، ښه یې هسکه کړه او مزبوطه یې د ښامار په ملا راکوزه کړه. تېرې او درنې تورې ښار په ملا کې دوه نیمه کړ، د تورو وینو یو سیلاب جاري شو، د ښامار سر په شګو کې ننوت او د لکۍ وروستۍ برخې یې په خوړ کې ټوپونه وهل. په ځان به تاو را تاو شوه او څو د څېړۍ او نښترو ونې به یې راماتې کړې. بیا به د ښامار لکۍ منجوله شوه او بېرته به لکه د ربړ په شان د غره له اړخ سره ولګېده. غټې غټې تیږې به یې را وشړولې او ګڼ شمېر نښتر او څېړۍ ونې به يې ماتې کړې. ورو ورو د ښامار دمه وخته، وینې یې د خوړ په شګو کې ننوتې، د شګو رنګ تور اوښتی و. 

له دې سره اڅک او خور یې؛ دواړه خوشحاله شول او ویی خندل. پلار هم دوی ته وخندل او دوام یی ورکړ:

مومن خان ډاډه شو، چې کلی یې د ښامار له شر څخه ژغورلی دی. خپله توره یې راپورته کړه او د کلي په لور راروان شو. په کلي کې هلهله شوه، ښځې بامونو ته وختلې او کلیوال د خوړ په لوري د مومن خان مخې ته په منډه شول. هغوی هیبتناک او وېروونکی ښامار ولید چې په خوړ کې دوه پړاکې پروت او سر يې په شګو کې ننوتی و. ماشومان لاهم په وېره کې وو او ځانونه يې د میندو تر خوا پټ کړي وو. کلیوالو په هیاهوی او نارو- سورو د مومن خان مخې ته منډې ور وهلې او هغه ته یې د شاباس او آفرین چغې وهلې. پېغلو د بامبوټیو له درزونواو د دېوالو له چاک څخه چې د ټیکریو پلوونه یې مخې ته نیولي وو، مومن خان ته کتل چې توره یې په اوږه کړې او په شمېرلو ګامونو د کلي خواته راروان و. له ډېرې خوښۍ څخه د بامونو په سر د میندو په سترګو کې اوښکې راغلې وې، دوی یوې او بلې ته مبارکي ورکوله».اڅک له پلار څخه وپوښتل:ښامار کوچني هلکان هم له ستوني تېرول؟

ـ نه، واړه هلکان به چې غټ شول هغوی به یې وړل.

د اڅک خور له پلار څخه وپوښتل:

– ابا! په کوه قاف کې اوس هم دېوان او ښاماران شته؟

– نه لورې! اوس بنیادم ډېر پوه او پیاوړی شوی دی، اوس د مکتبونو او برېښنا زمانه ده، دېوان او ښاماران له برېښنا او رڼا څخه تښتي او ورکېږي. 

اڅک او خور یې خوشحاله شول. اوس تالیم والا پیغلې او ځوانان د پوهې خاوندان دي، ډاکټران دي او په پوهې سره يې کلي او ښارونه آباد او روښانه کړي دي. خلک اوس پیزیکات، ریاضیات، اندسه او بايلوجیګانې لولي. دا کتابونه حکیم جالینوس لیکلي دي. تاسې باید هغه ښه زده کړئ. زه به سبا شپه تاسې ته د حکیم جالینوس نکل وکړم چې څنګه یې له زهرو درمل جوړول!! په ښار کې ډاکټرانو ټولو د حکیم جالینوس کتابونه لوستي دي. حکیم جالینوس زر کاله مخکې کتابونه لیکلي دي، هغه پنځه سوه کاله عمر کړی و!! حکیم جالینوس یو وړوکی اوګوټ جوړ کړی و چې د اباسین په شان سیندونو کې به ګرځېده، بل یې لوی اوګوټ جوړ کړی و چې حاجیان به یې په لویو سمندرونو کې حج ته بېول!!

اڅک او خوریی پوهیدل چې پلار په لیک – لوست نه پوهېږي؛ خو د ټولې دنیا نکلونه او کیسې یې ښې ډېرې زده وې. پلار به په نکلونو کې یو غر په بل ویشت او عجیبې کیسې ورته معلومې وې. له سپین غره تر تور غره او له کاوونه، تر تاوونه او له کوه قافه تر امازونه ټول نومونه یې زده وو! بدرۍ جماله به یې د یوه لوی غره پر سر د اوبو په ډنډ کې لمبوله او سیف الملوک به چې هلته د هغې ښایسته او نازک اندامونه ولیدل، ورباندې مین به شو، درخو به په ادم خان مینه وه. د آدم خان د رباب صفت به یې چې را واخیست، د درخو د ښایست صفتونه به دې هېر شول او چې د نېکي او بدي نکل به یې را واخیست؛ نو سړی به ورته حيران شو. بدي به غلاوې کولې، اسونه او تازیان به یې کلک تړل، اسونو ته به یې هډوکي او تازیانو ته به یې بوس اچول؛ خو نېکی به چې ور پېښ شو، بوس به یې اسونو ته او هډوکي به یې تازیانو ته واچول… 

د اڅک دپلار بل نکل به بلی ګنې کې راشی.

یادونه : اکبرخان  د پښتو ولسی ادبیاتو کې یو ریښتیانی  اتل او مومن خان یو افسانوی اتل دی، د دغو اتلانو کیسې ارزی چې ماشومانو ته یی ووایو او ولیکو. دوی ډیر څه ورڅه زده کولای شي او په راتلونکی کرکتر یې اغیزه لري . دوی به دو لس ريښتیانی اتلان وپیژنی. دا لړۍ دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب