Home+ډنمارک او انګلستان لوبډلې هم نیمه پایلوبې ته ورسېدې

ډنمارک او انګلستان لوبډلې هم نیمه پایلوبې ته ورسېدې

تاند ( یک شنبه، د سرطان ۱۳) د اروپا فوټبال اتلولۍ د کواټر فاینل لوبو پرمهال ډنمارک لوبډلې د چک جمهوریت لوبډلې ته او انګلستان لوبډلې اوکراین لوبډلې ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته ورسېدې.

ډنمارک لوبډلې له ۱۹۹۲م کال وروسته په لومړي ځل د اروپا فوټبال اتلولیو نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

یادې لوبډلې د چک جمهوریت لوبډلې ته د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه راز د تېرې شپې په دوهم کواټر فاینل کې انګلستان لوبډلې ۲۵ کاله وروسته په لومړي وار د یادو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار موندلې او اوکراین لوبډلې ته یې په ۴-۰ ماتې ورکړه.

انګلستان لوبډله به د اروپا فوټبال اتلولیو په نیمه پایلوبه کې د ډنمارک پر وړاندې مخامخ کیږي.

 دغه لوبه به چهارشنبه ې ترسره شي.

له دې وړاندې هسپانیا او ایټالیا هم نیمه پایلوبې ته لار موندلې او راتلونکې سه شنبه به د دې دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...