Homeخبرونهد بګرام هوایي اډې د رادار او مخابرې سیسټمونه بیا فعاله شول

د بګرام هوایي اډې د رادار او مخابرې سیسټمونه بیا فعاله شول

تاند ( یک شنبه، د سرطان ۱۳) د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې مسوولان وایي، د بګرام هوايي اډې د رادار او مخابرې سیسټمونو یې بېرته فعاله کړل.

په لومړیو کې داسې اندېښنې وې چې ګواکې له بګرام هوایي اډې څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته به د دغه هوایي ډګر د رادار او مخابرې سیسټمونه غیر فعاله شي خو برعکس افغان حکومت په دې وتوانېده چې دا سیسټم بېرته فعاله کړي.

د افغانستان دملکي هوایي چلند ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امریکایي سرتېرو د وتلو پر مهال دا سیسټم غیر فعال شوی و او تېره ورځ ناوخته يې بېرته فعاله کړ.

خبرپاڼه زیاتوي، دا دوه سیسټمونه به د بګرام هوايي ډګر او حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د الوتکو لارښود لپاره کارول کېږي.

د یادولو وړ ده چې وړمه ورځ  د بګرام هوایي اډې ټول مسولیت افغان سرتېرو ته وسپارل شو او امریکایي ځواکونه ترې ووتل.

د دفاع وزارت چارواکي وایي، تر دې وروسته به افغان سرتېري له دغه هوایي ډګر څخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...