جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکاناډا کې د سختې ګرمۍ له امله ځینو سیمو اور اخیستی

کاناډا کې د سختې ګرمۍ له امله ځینو سیمو اور اخیستی

تاند ( یک شنبه، د سرطان ۱۳) په کاناډا کې د سختې ګرمۍ له امله ځینو سیمو اور اخیستی دی.

د کاناډا حکومت وایي، دمګړی د بېلابېلو ولایتونو په ۱۳۰ سیمو کې اور لګېدلی او د اور وژنې ډلې هڅه کوي اور مهار کړي.

سرچینه وایي، چې  کاناډايي پوځ هم د دغه اور د مهارولو په لټه کې دی.

چارواکي وایي، چې اور په ځینو برخو کې پوره ښارونه له خطر سره مخ کړي او په ځينو سیمو کې یې پوره کلي سوځولي دي.

د دوی په وینا اور تر ډېره په ځنګلي سیمو کې رامنځته کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کاناډا کې د حرارت درجه لوړه شوې ده، چې له امله یې د اور تر څنګ لسګونه کسان وژلي هم دي.

کاناډايي حکومت پر خلکو له یو بل سره د مرستې او همکارۍ غږ کړی دی.

کاناډا کې د ګرمۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۸۶ ته ورسېد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...