نجيب احمد عزيزي
دې postcoital dysphoria ته د غم او غوسې احساس هم ويل کېږي چې تر انزال وروسته په شديد اضطراب يا چيغو کې راڅرګندېږي، ښايي تر اورګازم ۵ دقيقې وروسته او بیا تر ۲ ساعتونو پورې وغځېږي.
د طب او روانپوهنې علم پراختيا د انسان ټول بدن، غړيو، نسجونو، هډوکيو، رګونو او غُدو همدارنګه د هورمونونو ترشح را وپېژندله، د هر غړي وظيفه يې مالومه کړه ټولو ته يې نومونه ورکړل. د ژونديو موجوداتو له ډلې حيوان او انسان د بدن د غړيو او ځينو سيسټمونو له فعالیت سره ورتهوالی، خو د انسان دماغ او ځينې سيسټمونه ډېر پېچلی جوړښت لري چې تر دې وروسته هم باید د انسان پر اناټومۍ، بيولوژيکي، بیوشيميکي، اعصبي همدارنګه هورمونيکي جوړښت دقيقې څېړنې وشي، ځکه د انسان ټنشنونه، ريفلکشن د يو څه پر وړاندې داخلي عضلاتي غبرګون همداراز د ځينو ناخوښو چارو پر وړاندې احساساتي او هيجاني کېدل ټول هغه غبرګونونه دي چې لا تر اوسه د ځينو داخلي او بهرني سببونه نه دې پېژندل شوي چې موږ قناعت ورباندې وکړو.
تر جنسي اړيکې وروسته انسان ولې ناراحته کېږي يو ډول وېره، د شرم و خجالت احساس يې دننه ځپي، دغه منفي احساسات ډېر کله د انسان په خبرو، کړنو کې منعکسېږي، تر ډېره عمره ورسره پاتې وي، ځان دويمه درجه شخصيت ورته ښکاري چې ګواکې ستره ګناه يې کړې او ځينې وخت اکثره نارینه ته دغه منفي احساس چې د ځان پر وړاندې يې لري، تر حمام کولو وروسته سمدستي ختمېږي.
په ديني باورونو کې نفس اماره او نفس لوّامه له پخوا پېژندل شوي، که چېرته انسان د ټولنې منل شوي اصول، الهي قوانينو څخه سرغړونه وکړي په اصطلاح ګناه وکړي، ولې يې وېره، اضطراب ورته پيداکېږي که چېرته پرلهپسې دغه اصول شاته پرېږدي په کړنو او شخصيت کې يې شک همدارنګه زیاتې تېروتنې رامنځ ته کېږي، ښايي هره انساني ټولنه د ښه او بد په نوم ټولنیز قوانين او نواهي ولري، خو څوک چې د ټولنې منل شوي اصول پلي کوي، د ديني اصولو پابند وي د هغوی بدني جوړښت او کړنې له رېږد و تېروتنو سمې وي، داخلي اضطراب يې نه کړوي، د وېرې او ګناه احساس نه کوي، د مخ ګونه يې روغه وي؛ نو دا کارونه پر همدغو دوو مختلفو نفسونو پخوا لا نومول شوي.
د علم پراختيا او پر څانګو وېشل کېدو په تېره بیا د طب څانګې تر دغه ځايه مزل کړی چې د انسان هغه غُده وپېژني او نوم ورته غوره کړي چې هغه بېرته دماغو ته د ښه او ناسم عمل خبر ورکوي او بیا هغه ريفليکشن/ غبرګون ښيي مثلاً که انسان اصول نه وي مات کړي د قانوني کار په هکله د انسان مثبت هيجانات او احساسات راپارېږي چې سمدستي يې پر شونډو او مخ مسکا ښکارېږي او بېخي ارام مالومېږي.
دا غُده طب هيپوتالاموس نومولې چې د ښه کار او قانون ماتولو پر وړاندې په دماغ کې انګېزې خپروي او نورو غړيو ته د وينې له لارې په هورمونيکي بڼه يا مثبت يا منفي پيغامونه لېږي چې نورې دندې هم په دماغ او بدن کې اجراء کوي، موږ پر هغه نورو برخو نه غږېږو.
تر ډېره ثابته شوې چې تر سکس کولو وروسته دوه هورمونونه انډورفين او اکسي ټوسين زیات ترشح کېږي؛ نو هر انسان د خپلې ټولنې اصول ذهناً يا لاشعوري هم پېژني چې دا ټول په هيپوتالاموس پورې تړاو لري، د غيرقانوني سکس، موټ وهلو تر عمل وړاندې هيپوتالاموس مرکزي اعصابو ته انګېزې لېږي چې موږ تر ډېره د اخلاقو په علم کې د وجدان غږ هم ورته وايو، يانې په فطري ډول دغه انسان پوهېږي چې زه د ټولنې اصل ماتوم سرغړونه کوم، خو منل شوي اصول د ګناه سزا ترې هېره شي، دا ځکه چې په دې حالت کې يې منفي او مثبت احساسات، يو له بل سره ضد هورمونونه په يو وخت کې ترشح شي، په غيرقانوني سکس، موټ وهلو کې د زیات لذت هورموني سببونه ځانګړی ځای لري چې ډوپامين تر بل هر وخت زیات په اعصابو کې په پيغامي او د بدن نورو غړيو ته په هورموني بڼه خپرېږي، ځکه زیاتره کسان تر واده له ازادانه سکس څخه ډېر لذت احساسوي؛ مګر تر زنا او موټک وهلو او انزال وروسته د انسان منفي احساسات، کله کله ژړا، چيغي وهل شور کول وېره، د پېښمانۍ احساس، د ملامتيا احساس هم په هماغه اندازه زیات وي؛ نو په دې وخت کې د انسان وجداني غږ inner voice يې هيپوتالاموس ته انګېزه لېږي عين لکه ټرافيکي سور څراغ سره مشبه، هيپوتالاموس غبرګون ښيي، سمدستي انسان له داخله ګواښل کېږي. له بل پلوه د انسان د غړيو نارامه او سستېدل پېښېږي د قانوني سکس يا کوروالی په پرتله تر موټ او زنا وروسته نه يوازې عصبي پيغامونه او انګېزې منفي، ځورونکې وي، بلکې تر انزال وروسته يې له اکسي ټوسين او انډورفين هورمون سره د وېرې، غوسې پر مهال ترشح کېدونکی هورمون «کورټيزول» هم يو ځای ترشح کېږي، خو د کوروالي پر مهال او بیا تر انزال وروسته اعصبي پیغامونه او نګېزې مثبتې وي همدارنګه يوازې اڼدورفين او اکسي ټوسين هورمون يې ترشح کېږي چې وروسته يې اعصاب او عضلات ټول ارام وي.
ځينې کسان تر جنسي اړيکې او انزال وروسته غوسه کېږي وهل يا ښايي بل جرم وژل هم وکړي، دغه شک، د غم احساس يا postcoital dysphoria تر سکس وروسته غوسه، وېره، شک، بېسېکه کېدل، نړۍ تر پام بده راتلل نورو علتونه هم لري که چېرته يو نارینه شديدي دماغې ضربې لیدلې وي د همدې منفي احساساتو ښکارکېږي. که قانوني جنسي اړيکې هم ولري دوی وروسته له ژورو منفي احساساتو سره مخ وي، همداراز د بیضو کوچنی والی او ټسټسرون هورمون کمښت، له کوروالي وروسته نارینه نارامه يا خپه وي، له بل پلوه تر ډېره هغه کسان چې پر نشهيي توکيو اخته وي؛ اميګډالا غُده يې په دماغ کې زیانمنه شوې وي، دغه غُده د بادام شکل ته ورته او ۱،۸ سانتي ميتره اوږدوالی لري د دغې غُدې زیانمنېدل د انسان دفاعی سيسټم خرابوي، وېره يې ختمېږي کوروالي ته يې زړه نه کېږي که جنسي اړيکه وهم نيسي، د لذت احساس يې بېخي لږ، ژر پارېږي ژر انزالېږي، او تر ډېره يې کوروالی يو طرفه مېرمنې ته قانع کوونکی نه وي.
څېړنو ښودلې چې ۳۴٪ سلنه نارینه تر کوروالي/سکس وروسته د غم، اندېښنې او عضلاتي کهالي احساس کوي، خو د ښځو شمېر ۲٪ ښوول شوی چې تر اورګازم وروسته يې تر نارينه اندېښنه لږ وي. ښايي نور سببونه يې هم په را روانو څېړنو کې ثابت شي چې ولې نارینه تر ښځو زیات له سکس وروسته په ذهني او بدني لحاظ نارامه کېږي؟ ټولنيز اصول، د ګناه احساس، ناروغۍ، ناخوندي چاپېريال، د تېر ژوند ناسمې تجربې، په جنسي آلې پورې اړوند ناروغۍ، دماغي فشار او سټرس په دې کې څومره ونډه لرلې؟ ورو ورو به را روانو څېړنو کې د دې اساسي علتونه تشريح کړو.