Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د کورونا ویروس د لا پراختیا...

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د کورونا ویروس د لا پراختیا وېره شته ده

 تاند ( یک شنبه، د سرطان ۱۳) د روغتیا د نړیوال سازمان ځینو چارواکو ویلي، چې لا هم په افغانستان کې د کورونا ویروس خطر پر خپل ځای دی او داسې ښکاري، چې د کورونا هندۍ بڼه د پراختیا په حال کې ده.

د دغه سازمان چارواکو ویلي خلکو ته په کار ده چې د کورونا لپاره وضع شوي تدابیر مراعات کړي، ټولنیز واټن وساتي او ماسک وکاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم ویلي، چې د کورونا مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي او هېوادوالو ته په کار ده چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د واکسینو د وېش خبره هم کړې وه او ویلي یې وو چې دمګړی د کورونا ویروس واکسین هېوادوالو ته وېشل کېږي او ښایي په دې سره مثبتې پېښې کمې شي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱ لک او ۲۴ زره او ۷۵۷ ته او د مړه شویو هغه بیا ۵ زره او ۱۹۹ ته لوړ شوی دی.

تر دې دمه د کورونا د مخنیوي پر هڅو نیوکې ډېرې دي خو یاد وزارت ویلي چې په هېواد کې د تور قارچ په نامه د کورونا نوې او خطرناکه بڼه خپره شوې ده او عام خلک باید حتمي روغتیايي سپارښتني عملي کړي.

تورفنګس یا میوکور مایکوسز څه ډول ناروغي ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...