پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد برېتانیا وروستي سرتېري هم له افغانستان څخه په وتلو دي

د برېتانیا وروستي سرتېري هم له افغانستان څخه په وتلو دي

تاند ( یک شنبه، د سرطان ۱۳) د راپورونو له مخې ټاکل شوې په راتلونکو ساعتونو کې په افغانستان کې د برېتانیا پاتې سرتېري هم له دغه هېواده ووځې.

په دې سره به یاد هېواد خپل ټول نظامي مرکزونه افغان حکومت ته وسپاري.

برېتانیا د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت کې په وروستیو کې په افغانستان کې تر ۷۰۰ ډېر سرتېري لرل، چې تر ډېره یې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت ترسره کاوه.

اوس سرچینې وایي، چې دغه سرتېري به ژر له افغانستان ووځي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه د جرمني، ایټالیا او ناټو د ځينو نورو غړو هېوادونو ټول سرتېري له افغانستان څخه وتلي دي.

ټاکل شوې امریکا متحده ایالت هم خپل ټول سرتېري د اګسټ میاشتې تر پايه له افغانستان څخه وباسي.

امریکا وايي، ټول ځواکونه به د اګست تر پایه وباسي

له ۲۰۰۱ کال تر دې دمه په افغانستان کې د برېتانیا د ماموریت شاوخوا ۴۵۰ سرتېري او کارکوونکي وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي.

1 COMMENT

  1. انګلیس د نړۍ لومړۍدرجه شیطان او د افغانانو او هندیانو د بدبختۍ عاملین دي! دا شکر چې یو ځل بیا د توری په میدان کې ماته خوري او په تیښته دي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب