جمعه, مې 3, 2024
Home+زموږ کلا او د حزب اسلامي کله فیل

زموږ کلا او د حزب اسلامي کله فیل

لیکوال: سراج احمد حبیبي

زموږ کلا ځکه هغه وخت په ټول کلي کې بې ساري کلا وه، چې د حزب اسلامي د پیسو پر مټ وهل شوې وه او ټولې پخڅې یې د حزب اسلامي پر کله فیل پخې شوې وې.

 کله فیل یو ډول لوی لوی موټرونه وو، چې نظامي وسلې به پکې لېږدېدلې؛ د مجاهدینو زیاتره تنظیمونو درلودل. دوی به یې خپله هم په باډیو کې سپرېدل. زه چې کله د مجاهدینو نوم واورم، همدغه لوی لوی کله فیل موټرونه مې ذهن ته راتداعي کېږي. کېدای شي د دې یو علت دا وي چې ما کومې د مجاهدینو ویډیوګانې لیدلې دي، په هغوی ټولو کې مې دوی په کله فیل موټرونو کې سپاره لیدلي دي.

سراج محمد حبیبي

زموږ کلا ته دا کله فیل او د اوبو راوړلو یو ټانکر د حزب اسلامي یوه قومندان چارګل خان راکړي وو. ده د دې سخاوت قول زموږ له پلار سره د بابوس په دښته کې کړی ؤ، هغه یې هم پر دې خاطر ورسره کړی ؤ، چې دوی ټول په دې وخت کې ډېر خوشحاله وو. ځکه د دوی مشر ګلبدین حکمتیار ته هم د مجاهدینو د وېش په نتیجه کې صدراعظمي رسېدلې وه.

 زموږ د پلار د وینا له مخې چې په هغه وخت کې زه له حکمتیار سره په څه خبره خوابدی وم، کله چې  موږه د بابوس په دښته کې ده ته د خوشحالۍ مراسم نیولي وو، نو په یوه لمانځه کې د امامت لپاره دی مخکې شو. ما هم اقامت ورپسې شروع کړ. ده چې کله ماته وکتل، نو په برېتو کې موسکی شو. کله یې چې تر لمانځه وروسته سلام وګرځاوه، یو چا غږ پرې وکړ، چې امیر صاحب! دا دوزخي خو هم راغلی دی، وایي چې کلا مې شروع کړې ده، مرسته راسره وکړئ! ده وایي د خپل واسکټ دواړې خواوې خلاصې ونیولې، چې زما سره خو یوه روپۍ هم نشته، خو تاسو ډېر ناځوانه یاست، چې له ده سره مرسته نه کوئ.

 په همدې وخت کې د حزب ځینو مشرانو زما له پلار سره د کلا په جوړولو کې د مرسته وعده کړې وه، چې دا کله فیل او ټانکر هم د همدې مرستو یوه برخه وه، خو هغه نورې مرستې یې ځینې بیا راورسېدې او ځینو مو تر ننه بیا ونه لیدې.

 د حکمتیار په برېتو کې د موسکی کېدو سره سړي ته زموږ د هېوادوالو هغه خبره ذهن ته ورځي، چې حکمتیار چاته په برېتو کې موسکی شي، نو په سبا یې د وژلو لپاره څوک ورلېږلي وي، د ده د دې برېتو د موسکی کېدو سره د سړي مرګ تړلی دی.

نه پوهېږم چې دا خبره به تر کومه حده سمه وي، خو زموږ پلار ته چې په دې ځای کې په برېتو کې موسکی شوی دی، موږه یې تر ننه پایلې ښې لیدلې دي او الله مو یې دې په راتلونکې کې هم له شر څخه وساتي.

د حزب د دې کله فیل او ټانکر خیر نه یوازې موږ ته رسېدو، بلکې زموږ د پلار د حاتم طايي توب له امله یې زموږ نورو ګاونډیانو ته هم خیر رسېده، هغوی به هم یوازې پر دې خبره چې زموږ پلار ته به یې میرزا میرزا وویل، ټوله ورځ دا ټانکر او کله فیل د خپلو کلاوو په جوړولو کې مصروف کړي وو.

4 COMMENTS

  1. حبیبی صاحب السلام علیکم
    خدای دی د حزب اسلامی د امیر خیرات چې تاسو او ټولو افغانانو ته رسیدلی ټولی دنیا ته ورسوی چی هر څوک دیوی کلا خاوندشی.

  2. حبیبی! د ګلبدین د ښه سړیتوب په هکله می له تا واوریده! ستاسی کور یې در جوړ کړی! خو د کابل د جهاد په ترڅ کې یې زرګونه کورونه وران کړل! خدای دې مسلمان له دې اشرار څخه ساتي! هغه متل دی چې ستا له خیره می توبه خو سپي دی در کوزې کړه!

  3. gul buddin do not build houses .HE DESTROIED HOUSES. LIKE TO DAY TALIBS.
    hezbi islami&gulbuddin was one jenayat kaar band.
    .afghans have very bad memorandum from hezbi islami&gulbuddin too
    this herb is non islamic.they are agents of isi.
    they worked for I S I.

  4. حبیبی صاحب، ډېر ټوکي راته ښکاره شوې.

    ښکاري، چې امیر صاحب درته ډېر شریر انسان ښکاري.

    خو همداسې دی. حکمتیار د ای اس آی ګوډاګی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب