شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، ټول ځواکونه به د اګست تر پایه وباسي

امریکا وايي، ټول ځواکونه به د اګست تر پایه وباسي

د امریکا د دفاع وزارت وايي، د روانې میاشتې تر پایه به د امریکا مرکزي قومانداني یا سینټکام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومانده په لاس کې واخلي.

سنټکام په داسې حال کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قومانده په لاس کې اخلي چې د اګست تر پایه امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي.

د پنتاګون ویندوی جان کربي پرون (جمعه) وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پروګرام د یوې برخې په توګه دفاع وزیر یو پلان تصویب کړ چې پر اساس به یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندې واک له سکاټ میلر څخه جنرال فرانک مکینزي ته ولېږدول شی.

حنرال مکینزي په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام قوماندان دی.

امریکايي چارواکو تېره اوونۍ وویل، نور ځواکونه یې وځي خو شاوخوا ۶۵۰ سرتېري په افغانستان کې د دیپلوماتانو د امنیت لپاره پرېږدي.

جان کربي وویل چې اوسني عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر به تر هغو چې جنرال مکنزي ته واک سپاري، څو اوونۍ نور هم په افغانستان کې پاتې شي چې د واک لېږدولو لپاره تیاري ونیسی.

د مصر په شمول منځنی ختیځ او منځنۍ اسیا د سینټکام په ماموریت کې شاملې سیمې دي.

له بلې خوا سپینه ماڼۍ وايي چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر د راتلونکې میاشتې تر پایه بشپړ شي.

د سپینې ماڼۍ ویندویې جین ساکي همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه به افغانستان ته په راتلونکو میاشتو کې بشري مرستو او د امنیتي سیستمونو چمتو کولو ته دوام ورکړي.

پرون د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن هم وویل چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر سم پر مخ ځي، خو دغه بهیر به په راتلونکو څو کمو ورځو کې بشپړ نه شي.

تر دې مخکې ګڼو امریکايي رسنیو ویلي و چې د دغه هیواد ځواکونه به د جولای تر څلورمې، چې د امریکا د خپلواکۍ ورځ ده، له افغانستانه ووځي.

امریکايي چارواکو ویلي چې ښايي شپږ نیم سوه سرتېري په کابل کې د دیپلوماتانو او د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت لپاره پرېږدي.

پرون امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو لویه اډه، بګرام د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارله او خپل ټول ځواکونه یې ورڅخه وایستل. دا اډه په تېرو نژدې ۲۰ کلونو کې د امریکايي پوځیانو د قوماندې اصلي مرکز و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب